
د پولیسو یوه افسر له لوري د تخار د خواجهغار ولسوالۍ ښوونځي مدیر ته له ګواښ کولو وروسته، د دې ولسوالۍ ښوونکیو پرلت وکړ.
د خواجهغار ولسوالۍ د هلکانو ښوونځي مدیر قربانعلي وايي، وروسته له هغې چې د دې ولسوالۍ د پولیسو افسر قاري جلیل زوی تېر کال لومړنۍ دورې کې ناکامه شو، قاري جلیل ده ته د سپکاوي او مرګ ګواښ کړیدی.
دی زیاتوي، سره لهدې چې موضوع یې د پوهنې له امریت سره شریکه کړې؛ خو د پوهنې امر د دغه پولیس افسر په همکارۍ هڅه کوي چې د ښوونځي مدیر قربانعلي ته دوسیه جوکړه کړي.
د خواجهغار ولسوالۍ د ښوونځي مدیر قربانعلي او د پوهنې نظارت غړی عبدالرحمان رفعت ښوونځي ته د پولیسو په یونفورم کې ښوونځي ته داخلېدل د ښوونیز ماحول سپکاوی ګڼي.
دوی ټینګار کوي چې د پوهنې امر پوهه او لیاقت نهلري او ژر تر ژر دې لېرې کړل شي.

د دې موضوع په اعتراض کې شاوخوا ۲۰۰ ښځینه او نارینه ښوونکي د ولسوالۍ بازار کې تر خیمې لاندې را ټول شوي او وايي، د غوښتنو تر منل کېدو پورې به خپل اعتراش ته دوام ورکړي.
د خواجهغار ولسوالۍ د پوهنې امر محمداسحاق مني چې د پولیسو افسر د دې ولسوالۍ د هلکانو ښوونځي مدیر ته سپکاوی کړی.
هغه وايي، دغه موضوع تر څېړنې لاندې ده.
د تخار امنیې قوماندان خلیل اسیر وايي، خواجهغار ولسوالۍ کې ښوونکیو د پولیسو له افسر قاري جلیل نه شکایت کړیدی.
هغه زیاتوي، دوسیه د څېړنو لهپاره عدلي او قضايي بنسټونو ته استول شوېده.





