
د هرات یوشمېر مدني فعالانو نن د یوې خبري غونډې پر مهال د طالب بندیانو پر خوشې کولو نیوکه وکړه او ویې ویل، له قید او شرط پرته د دومره ډېر شمېر بندیانو خوشې کول د ښځو د حقونو، بیان ازادي او نورو لاستهراوړنو راتلونکې له ګواښ سره مخ کوي.
په هرات کې د ښځو د ټولنیزې برابرۍ بنسټ مشره او د ښځو د حقونو فعاله عزیزه خیراندېش وايي، طالبان باید د بندیانو له خوشي کولو وړاندې له دایمي اوربند سره هوکړه وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین یوې بهرنۍ رسنی ته ویلي و چې په مشروط ډول د بندیانو د خوشې کېدو په اړه صادر شوی فرمان نه مني او باید ۵ زره طالب بندیان یوځای او له کوم شرط پرته خوشې شي.
په همدې حال کې پخواني طالب چارواکي سیداکبراغا سلاموطندار ته ویلي چې طالبان په مشروط ډول د خپلو بندیانو خوشې کېدل نه منې او حکومت باید طالب بندیان د امریکایانو او طالبانو ترمنځ د لاسلیک شوې هوکړې پر بنسټ خوشې کړي.

نوموړی وایي، په شوې هوکړه کې لیکل شوي چې په لسو ورځو کې باید ۵ زره طالب بندیان له کوم قید او شرط پرته خوشې شي.
د یادونې ده چې وړمه شپه ولسمشر په تدریجي ډول د ۵ زرو طالب بندیانو د خوشی کېدو فرمان صادر کړ.
د ارګ له لوري د فرمان په اړه خپره شوې اعلامیه کې لیکل شوي چې دا شمېر بندیان له بایومټریک کېدو او دا چې بېرته به د جګړې لیکو ته نه ګرځي، د سند ترلاسه کولو په شرط خوشې کېږي.
ولسمشرۍ ماڼۍ همداراز ویلي، که طالبان په هېواد کې د تاوتریخوالي کچه کمه نه کړي، دوی به د بندیانو د خوشې کولو لړۍ بېرته ودروي.
د یادونې ده چې د ولسمشرۍ ماڼۍ د فرمان عملي کېدل به د کب په ۲۴مه پیل شي.





