
د جوزجان ځېنې اوسېدونکي او ناروغلرونکي سلاموطندار ته وايي، د دې ولایت روغتون کې د ډاکټرانو ترمنځ فساد دوی له ګڼو ستونزو سره مخ کړيدي.
د دوی په وینا، ډاکټران په دولتي روغتونونو او شخصي کلینیکونو کې ناروغانو ته قید نسخې ورکوي چې ډېرې پیسې ترلاسه کړي.
د جوزجان اوسېدونکي وايي، دغه کار د دې لامل شویدی چې ناروغان د خپلې درملنې لهپاره نورو ولایتونو ته سفر وکړي.

د جوزجان عامې روغتیا رییس حفیظالله جمشیدي تاییدوي ـ چې یو شمېر هغو ډاکټرانو څخه، چې قیدې نسخې به یې ورکولې ـ پوښتنه شوې او قانوني چلند ورسره شویدی.
د جوزجان عامې روغتیا رییس په وینا، له دې وروسته به په پېچلي ډول د نسخو لیکلو، نښې کېښودو او نسخه کې د درملو د کمپنیو نوم یادولو مخه ونیسي او دې برخه کې هڅې روانې دي.





