د موټر چلوونکو او ترافیکو ترمنځ جنجال؛ څوک په حقه دي؟

د کابل ښار یو شمېر موټر چلوونکي وايي، چې هره ورځ د ترافیکو د کارکوونکو له خوا دوی سره ناقانونه کړنې لکه وهل ټکول او نور سپکاوي کيږي.

دوی وايي، چې د دې ترڅنګ کله ناکله د دوی موټر ته هم زیان رسول کيږي.

د کابل ښار څو تنه موټر چلوونکي عصمت الله، رحمت الله او ضمیر سلام وطندار ته وویل، که د ترافیکو پولیس د وهل ټکولو پرځای دوی ته د قوانینو په هکله معلومات ورکړي، نو دا به ورته ښه ګټور تمام شي.

دوی وايي، چې ترافیک له دوی څخه غیر قانوني پېسې اخلي او یا هم په جعلي پارچو کې ورته د جریمې پېسې لیکي او شخصي جیبونو کې يې اچوي.

دوی تور پورې کوي، چې د ترافیکو له لوري په غېر قانوني ځایونو کې موټرو ته د سپرلۍ جیګولو په خاطر اجازه ورکول، چې په دې سره هم د نورو موټر چلوونکو په حق کې ظلم کيږي او هم په ښار کې د موټرو ګڼه ګوڼه زیاتيږي.

له بل لوري د کابل ترافیکو لوی مدیر جنرال سید محبوب بیا د موټر چلوونکو تورونه او نیوکې ردوي او وايي، چې ډېر موټر چلوونکي له ترافیکي قوانینوسرغړونه کوي او د جریمې په صورت کې بیا پر ترافیکو د ناقانونه کړنې تور پورې کيږي.

د سید محبوب پر وینا که کوم چا ته کوم د ترافیکو کارکوونکي سپکاوی کړی وي، نو د رسمي شکایت کولو حق ورته ورکړل شوی دی.

همدارنګه نوموړي زیاته کړه، چې د جریمې پارچې ټولې قانوني دي او هیڅ راز جعل په کې نشته.

نوموړي زیاته کړه، چې په نږدې راتلونکي کې به د جریمې پارچې بريښنايي شي او نور به بیا بانکونو ته تحویليږي.

محبوب وايي، چې دا پارچې د ماليې له وزارت سره راجستر شوي او په رسمي ډول د ترافیکو ریاست ته په واک کې ورکول کيږي.

په همدې حال کې د حقوقي چارو کارپوه پرویز علي شینګي بیا وايي، چې که ترافیک وي یا هم بل هر څوک د دې حق نه لري، چې د کومې سرغړونې په تور چاته سپکاوی وکړي او یا يې ووهي.

دی زیاتوي، چې د موټر چلوونکو سره ناوړه سلوک او ځينې وخت وهل ټکول يې په یو فرهنګ بدل شوی.

د نوموړي پر وینا، د ترافیکو مشرتابه باید خپلو کارکوونکو ته روزنه ورکړي، چې له موټر چلوونکو سره څه ډول چلند وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې ځينې وخت د زورواکو له خوا ترافيکي قوانین نه مراعتيږي، د ترافیکو پولیس هم ورسره همغږي شي او عمومي سړکونه د ساعتونو له پاره بندوي، چې په نتیجه کې د کابل ښار ټول ترافیکي سیسټم ته زیان رسول کيږي او خلک تمامه ورځ د موټرو له ګڼو ګوڼو ځوريږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام