
په داسې حال کې چې د لېږد را لېږد له عصري وسایطو د ګټنې لېوالتیا ورځ تربلې زیاتېږي؛ لا هم ځېنې وګړي د بایسکل په وسیله تګ را تګ کوي.
د فاریاب ولایت د ښارجوړونې رییس نورالله عمر زیاتره وخت خپل کاري دفتر ته د بایسکل په وسیله ځي راځي او له دې چارې خوښ دی. هغه وايي، د ښارجوړونې په ریاست کې د موټرو کمښت، هره ورځ دفتر ته ورتګ، د خپلې وسې او ونډې سره سم د ګڼې ګوڼې او هوا ککړتیا کچې راکمېدو په خاطر د بایسکل په وسیله تګ را تګ ګوي.
د فاریاب د ښارجوړونې رییس وايي، په دې ولایت کې امنیتي حالت دومره ښه نه دی خو بیا هم د بایسکل په وسیله تګ را تګ کوي؛ هېڅ اندېښنه او وېره هم نه لري.

د ښاغلي عمر په باور په ټولنه کې د سمون راستو په خاطر، وګړي باید لومړی له ځانه پیل وکړي.
له بلې خوا د فاریاب اوسېدونکي د دې ولایت د ښارجوړونې رییس له دې کرداره خوښ دي او وايي، که مسوولان دغه ډول کارکړنه وکړي په ښار کې به ګڼه ګوڼه راکمه شي او د نورو لهپاره به ښه بېلګه وي.
تېرکال د ځايي حکومت لهخوا په میمنې ښار کې په موټرسایکل تګ را تګ منع شوی و. له همدې امله هغو کسانو چې د موټرو اخیستو وس نه درلود پر بایسکل به یې تګ را تګ کولو؛ خو دا لومړی ځل دی چې یو دولتي مسوول زیاتره وخت له کوره تر دفتره پر بایسکل ځي راځي.





