ایران کې د یوې الوتکې د لوېدو له کبله ۱۰ افغانان وژل شوي

ایراني چارواکیو د دغه هېواد په پلازمېنې تهران کې د یوې اوکرایني الوتکې د لوېدو له کبله د ۱۷۹ کسانو چې ۱۰ یې افغانان دي، د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د ایران د دولت ویاند علي ربېعي ویلي چې د یادې الوتکې د لوېدو له کبله ۱۴۴ ایرانیان، ۱۱ او کراینیان، ۱۰ افغانان، ۹ کاناډایان، ۴ سویډنیان او یوه برټیانیايي وګړي خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

ربېعي زیاته کړې، یادې الوتکې د تخنیکي ستونزو له کبله اور اخیستی او په تهران کې لوېدلې ده.

 خو د اوکراین د هوايي کرښو ویاند ویلي چې یادې الوتکې هېڅ ډول تخنیکي ستونزه نه لرله او دوه ورځې مخکې ارزول شوې وه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام