
د راپورونو لهمخې، دا اورلګېدنه د دوشنبې په شپه د اتن ښار یو پوځي مرکز ته څېرمه په «متي» سیمه کې رامنځته شوې چې تر دامهاله یې ۷۴ کسان وژلي او ګڼ شمېر نور له سیمې وتلي دي.
د سیمې د اوسېدونکیو په وینا، کله چې اورلګېدنه پیل شوه؛ له خلکو د تېښتې لار ورکه شوه او همدا سبب و چې لسګونو کسانو د ژغورنې لهپاره اوبو ته ځانونه وغورځول.
دوی وايي، اور د دوشنبې په شپه ولګېد او د اور وژنې ډلې هم په بیړه سیمې ته ځانونه ور ورسول.

د رویټرز خبري اژانس د راپور لهمخې، د اور وژنې ډلې تر اوسه ۶۹۶ کسان له ساحل او ۱۹ نور له اوبو څخه را ویستي دي. دې ډلې د ۴ کسانو جسدونه موندلي دي.
د یونان مرستهرسوونکې ډلې بیا تراوسه د هغو ۲۵ کسانو د جسدونو موندل تایید کړي چې د ځانژغورنې په هدف د اورلګېدنې له ځایه تښتېدلي وو.





