
په پام کې ده، چې په راتلونکو څو ورځو کې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي د ملي تفاهم په نوم نوی اجماع رامینځته کوي.
د راپورونو لهمخې په دغه نوي بهیر کې به ورسره د افغانستان زیاتره مشهور احزاب برخه اخلي.
د حزب اسلامي یوه ویاند نادر افغان سلاموطندار ته وویل، چې د ملي تفاهم اجماع به په راتلونکو نیږدې ورځو کې د ملي یوالي حکومت د مشرانو او بانفوذه سیاسي ګوندونو په ګډون اعلان شي.
د افغان پر وینا، د ملي تفاهم په اجماع کې به د اوسني بحران نه د هیواد د وتلو په اړه خبرې اترې کیږي.
نوموړي زیاته کړه:« په نیږدې ورځو کې به کله چې د دولت مشران او لوړ پوړې چارواکي چې له هیواد نه بهر دی او یاهم د سیاسي حزبونو مشران چې د اختر په ورځو کې له هیواد نه بهر تللی دی، بیرته هیواد راشي دغه اجماع به جوړه شي».
د افغان پر خبره، د ملي تفاهم په اجماع کې به جمعیت اسلامي، د کریم خلیلي په مشرۍ وحدت اسلامي، د محمد محقق په مشرۍ د افغانستان د خلکو اسلامي وحدت، د استاد سیاف په مشرۍ د حراست او ثبات شورا، د انوارالحق احدي په مشرۍ نوي جبه او د سیاسي ګوندونو ټولې شوراګانې ګډون ولري.
د حزب اسلامي له خوا په داسې حال کې د ملي تفاهم اجماع جوړیږي، چې څو ورځې مخکې په ترکیه کې د جنبش اسلامي، جمیعت اسلامي او د افغانستان د خلکو د اسلامي وحدت ګوندونو ترمینځ د افغانستان د ژغورنې په نوم نوی ایتلاف جوړ شو.
ځینې سیاسی شنونکي په دې باور دي، چې د انجینیر ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي لهخوا د ملي تفاهم په نوم اجماع ددې لهپاره جوړیږي، چې د افغانستان ژغورنې نوي ایتلاف بېارزښته کړی.
هادي میران سلاموطندار ته وویل حکومت د هغه بهیر ملاتړ کوي، چې د حکمتیار په مشرۍ رامینځته کیږي.
« له شک پرته دولت لیواله دې او یاهم بې علاقې نه دی، هر هغه حرکت چې د دولت د سیاسي مخالفینو د کمرنګه کولو په خاطر رامینځته کیږي، له هغه حرکت هرکلی کوي».
د میران په وینا، حزب اسلامي د دا ډول اجماع په رامینځته کولو سره غواړي د ولسمشر محمد اشرف غني سیاسي مخالفینو ته وښي، چې د حکومت له سیاستونو ملاتړ کوي.
خو په ولسي جرګه د میدان وردګو استازی غلام حسین ناصري وایي، د ملي تفاهم په اجماع کې د حکومتي مشرانو ګډون په دې مانا دی چې حکومت نور د خلکو په مینځ کې ځای نه لري.





