افغانستان کې انلاین لوړې زده‌کړې باور نه‌لري

د لوړو زده کړو وزارت وايي، چې تر اوسه د پرلیکه یا انلاین زده‌کړو په برخه کې کومه لایحه او طرزلعمل نه شته.

پر حضوري تحصلي نظام سربېره په نننۍ نړۍ کې پرمختللي سېستمونه لکه غیرحضوري زده‌کړې، نیمه حضوري زده‌کړې او پر لیکه یا انلاین زده‌کړې هم پیل شوې دي.

د لوړو زده‌کړو وزارت ویاند فیصل امین سلام وطندار ته وویل، دا چې چې د انلاین زده‌کړو له‌پاره تقنیني اسنادو، لایحې او طرزالعمل ته اړتیاده؛ ځکه تر اوسه په هېواد کې د دا ډول زده‌کړو اسناد باور نه‌لري.

دی وايي، چې په افغانستان کې د انلاین زده‌کړو ټولې څانګې قانوني مشروعیت او رسمیت نه‌لري.

امین زیاته کړه، دوی هڅه کوي، چې د انلاین زده‌کړو په برخه کې د پرمختللو هېوادونو تجربو ته په کتو دې برخه کې عملي ګامونه واخلي.

د لوړو زده کړو وزارت په داسې حال کې د انلاین اسنادو د ناباورۍ په اړه خبره کوي، چې یو شمېر ځوانان په انلاین د لوړو زده‌کړو اسناد لري او په دولتي او نادولتي ادارو کې په دندو بوخت دي.

طاهر رسولي هغه ځوان دی، چې د اقتصاد په برخه کې یې په انلاین ډول لوړې زده‌کړې کړي دي او په ډیپلوم یې اوس په یو خصوصي شرکت کې دنده لري.

رسولي زیاتوي، د اقتصادي ستونزو له امله یې نه شو کولی، چې په هېواد کې دننه او یا هم بهر په پوهنتونو کې په حضوري توګه زده‌کړې وکړي.

رسولي وایي، ده د انټرنېټ له لارې خپلې پوښتنې له استادانو سره شریکولې او د هغوی ځوابونه یې هم په اسانۍ سره پر ټاکلي وخت ترلاسه کول.

په همدې حال کې د پوهنتون استاد محمد امین رشادت وایي، په انلاین ډول لوړې زده‌کړې نوی دود او ګټورې دي؛ خو په افغانستان کې پرې کار نه دی شوی او د لوړو زده‌کړو وزارت چارواکي باید ورته پام وکړي.

رشادت په ورته وخت کې وايي، په هېواد کې د انلاین زده‌کړو بنسټونه باید د لوړو زده‌کړو وزارت تر څارنې لاندې فعالیت وکړي.

اقتصادي ستونزې، ناامني، د ځینو کورنیو له‌خوا خپلو لوڼو او خویندو ته په پوهنتونونو کې د زده‌کړو اجازه نه ورکول؛ هغه ستونزې دي، چې له امله یې یو شمېر ځوانان په ځانګړې توګه نجونې انلاین لوړې زده‌کړې کوي.

خو په لوړو زده‌کړو وزارت کې د دا ډول زده‌کړو اسنادو ته د اعتبار نه ورکول، ځوانان اندېښمن کړي، او د لوړو زده‌کړو له وزارته غواړي چې دې ستونزې ته حل‌لاره پیداکړي.

یو شمېر ځوانان چې د اقتصادي ستونزو او یا هم کاري بوختیاوو له امله نه‌شي کولی په پوهنتونونو کې په حضوري توګه زده‌کړې وکړي، چې د خپلو زده‌کړو د دوام په موخه له هېواده بهر په یو شمېر پوهنتونونو کې د انټرنېټ په وسیله پر لیکه لوړې زده‌کړې کوي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام