کډوالو وزارت: ستره ستونزه مو بې‌ځایه شویو سره د مرستو څرنګوالی دی

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، چې د بې‌ځایه شویو وګړو سره د مرستو څرنګوالي مدیریت یې ستره ستونزه ده.

د دې وزارت مسولین ټینګار کوي، که له کورنیو بې ځایه شویو سره د مرستو لړۍ په منظمه توګه مدیریت نه شي، بې‌ځایه شوي به د ژمي له سختیو سره مخ شي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مطبوعاتي سلاکار حفیظ میاخېل سلام وطندار ته وویل، چې دغه وزارت کورنیو بې‌ځایه شو ته د مرستو په پار له بهرنیو مرستندویه بنسټونو سره یو هوکړه لیک لاسلیک کړی دی.

میاخېل په اوسني وضعیت اندېښنه ښيي او وایي، که راستنېدونکو او بې‌ځایه شویو سره د مرستو لړۍ په منظمه توګه مدیریت نه شي؛ سږنی ژمی به د ټولو له پاره د زغم وړ نه وي.

دی وايي، په دې وروستیو کې د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې له یو میلیون ډېر افغانان چې ټولټال ۹۲ زره کورنیو ته رسېږي، بې‌ځایه شوي، چې بشري مرستو او سرپناه ته اړتیا لري.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د مطبوعاتي سلاکار پر وینا، د کورنیو بې‌ځایه شویو او هېواد ته د بېرته راستنو شویو کډوالو سرشمېرنه شروع شوې، چې د خوراکي توکو نړیوال سازمان

د کډوالو چارو له وزارت سره په همغږۍ له ۷۶۰ زره بې‌ځایه شویو او راستنو شویو سره به مرستې وکړي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ (یو، این، ایچ، سي، آر) ویاند نادر فرهاد سلام وطندار ته وویل، دغه اداره له افغان دولت سره په ګډې همغږۍ روان ژمی له ۲۵ زرو کورنیو او هېواد ته راستنو شویو کډوالو سره به مرسته وکړي.

فرهاد وویل، چې په ۲۰۱۶ زېږدیز کال په افغانستان کې د کورني بې‌ځایه شویو او هېواد ته د راستنو شویو کډوالو شمېر له یو میلیون کسانو زیات دی.

خو د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ ویاند وایي، چې افغان دولت باید اصلي مېنو ته د کډوالو بېرته ستنولو کې عملي ګامونه واخلي.

هر کال د یخنۍ موسم له پیل سره د کورنیو بې‌ځایه شویو او هېواد ته د راستنو شویو کډوالو د ناسم حالت په اړه اندېښنې زیاتېږي، خو حکومت بیا هر په وار وار د کډوالو په اړه د دایمي استوګن ځایونو له طرحې او مرستو خبرې کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام