“د جګړې ښکیلې غاړې دې ماشومان نه وژني”

د ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو د ماشوم نړېوالې ورځې په نمانځ‌غونډه کې د جګړې له ښکېلو غاړو غوښتنه وکړه، چې په افغانستان کې دې د ماشومانو له وژنې لاس واخلي.

دوی زیاته کړه، چې کورنۍ دې هم باید د ماشومانو له وهلو او رټولو لاس واخلي، ځکه د دوی پر وینا، دا شان کړنې د ماشوم د پرمختګ او د شخصیت د ودې پر مخ خنډ ګرځي.

د نمانځ‌غونډې یو شمیر ګډونوالو وویل، ماشومان د ملت شتمني ده او که یوه ټولنه غواړي، چې پانګونه وکړي نو باید خپل ماشومان په سمه توکه وروزي.

نمانځ‌غونډې ته د ښوونې او روزنې پوهنتون استاد سید یاسین قمبر وویل، چې په نړیواله کچه د ترهګرۍ ضد مبارزې له  ماشومانو هم قرباني اخیستې.

د نوموړي پر خبره، افغانستان یو له هغو هیوادو دی چې اوس هم په‌کې د ماشومانو ژوند له ګواښ سره مخ دی.

قمبر له کورنیو هم وغوښتل، چې د ماشوم له وهلو او رټلو ډډه وکړي او ماشومان پریږدي چې د خپل شخصیت د ودې له پاره  خپله هڅه وکړي.

غونډې ته د ښونې او روزنې پوهنتون علمي مرستیال غلام دستګیر خاورین وویل، چې په ټولنه کې د تاوتریخوالي ستر لامل د ماشوم ناسمه روزنه ده.

هغه د تاوتریخوالو له لاملونو مهم يې غذايي فقر یاد کړ، چې په پایله کې ماشومان عقده‌يي لويږي او بیا له ټولنې سره يې هم چلن عقده‌يي شي.

دستګیر له حکومته غواړي چې د ماشوم ښې روزنې ته ډېر پام وکړي   او په دې هکله خلکو ته د عامه پوهاوي ترڅنګ کتابونه هم چاپ کړي.

د ماشوم نړیواله ورځ په افغانستان کې داسې مهال نمانځل کیږي، چې د چهارشنبې ورځ کابل ښار کې د موټر بم درنې چاودنې له امله له ۸۰ زیاتو کسانو ژوند واخیست او نږدې ۴۰۰ يې ټپيان کړل.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام