.png)
د بغلان ولايت لسګونه بېسرپرسته مېرمنې چې د ياد ولايت په مرکز پلخمري ښار کې لاسي توکي پلوري وايي، د ياد ولايت په قرنطين کولو سره خوړو لپاره هېڅ هم نه لري.
دوی چې د بغلان ولايت مقام مخې ته راټولې شوې وې وويل، د بغلان سيمهييزې ادارې او له کورونا سره د مبارزې په برخه کې د بېړنيو مرستو کمېټې بېوزلو خلکو سره د مرستو ژمنې کړي؛ خو تر اوسه يې ورسره هېڅ ډول مرسته نه ده کړې.
رخسار چې پنځه اولادونه لري او پلخمري ښار کې لاسي توکي پلوري وايي، دوه شپې او ورځې کېږي چې خوړلو لپاره هېڅ هم نه لري او دوه ورځې کېږي چې د بغلان ولايت مقام مخې ته راغلې چې يو څه مرسته ورسره وکړي خو تراوسه يې هېڅ هم نه دي ترلاسه کړي.
بيبيګل يوه بله لاسي توکي پلوري بيا د بغلان ولايت مقام سرپرست په نه پاملرنې تورنوي.
شهلا يوه بله همداسې مېرمن چې د ژوند سختې شپې ورځې تېروي وايي، زوی يې هم لاسي توکي پلوري او د دوی ژوند تر يوې کچې پر مخ بيايي.
دوی خبرداری ورکوي که چېرې ستونزو ته يې رسېدنه ونهشي او مرستې ورسره ونه شي؛ نو په ډلهييزه توګه به د بغلان ولايت مقام مخې ته ځانونه ووژني.
له دې سره په بغلان ولايت کې له کورونا ويروس سره د مرستو د کمېټې رييس قدرتالله وايي، له اړمنو کورنيو سره مرستې لپاره يې يو شمېر سوداګرو سره ليدلي دي او ټاکل شوې ډېر ژر پر اړمنو کورنيو مرستې ووېشي.
دولت د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې له کورونا ويروس د مبارزې په برخه کې په ګرځېدو بنديزونه لګولي دي.
تر اوسه پورې په ټول هېواد کې د کورونا ويروس ۴۲۳ مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې له دې ډلې ۲ مثبتې پېښې يې په بغلان ولايت کې دي.





