«د فساد پروړاندې د مبارزې کمېسیون دې په رښتینې مانا خپلواک شي»

د مدنې ټولنو ګډې کاري ډلې د حکومتولۍ او فساد پروړاندې د مبارزې کمېټې نن په کابل کې له حکومته وغوښتل چې له نړیوالو معیارونو سره سم د فساد پروړاندې د مبارزې کمېسیون جوړ کړي.

مدني بنسټونو د حکومت اوسنۍ طرحې په اړه چې په پایله کې به یې د دوی په وینا سیاسي او تړلی کمېسیون جوړ شي، جدي اندېښنه وښوده.

د فساد پروړاندې د مبارزې قانون د تعدیل طرحې له مخې، ۵ دولتي بنسټونه ۲۵ کسان او د فساد پروړاندې د مبارزې اړوند مدني بنسټونه ۲۵ نور کسان د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون ته ورپېژني.  

 کمېسیون د هغوی له ډلې ۱۵ کسان ولسمشر ته ورپېژني او ولسمشر د هغو له منځه ۵ کسان د فساد پروړاندې د مبارزې خپلواک کمېسیون د غړیو په توکه غوره کوي.

خو مدني بنسټونه وايي، په‌دې بڼه د کمېسیون د غړیو غوره کول د اداري فساد پروړاندې د مبارزې له‌پاره د یوه خپلواک بڼست جوړیدو لامل نه‌شي کېدای.

پر روڼتیا د څار بنسټ اجرایوي رییس سیداکرام افضلي وویل، د سترې محکمې، د اساسي قانون پر پلي کېدو د څار خپلواک کمېسیون، د بشري حقونو خپلواک کمېسیون، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون او د اداري فساد پروړاندې د مبارزې څارنې او ارزونې ګډې کمېټې استازي دې د سیالۍ بهیر له لارې د یوه مشخص جوړ شوي طرزالعمل له مخې چې مدنې ټولنو ته د منلو وړ وي، ۵ کسان وټاکي او ولسمشر دې بیا له دغو لسو کسانو ۵ وړ کسان د فساد پروړاندې د مبارزې خپلواک کمېسیون غړي وټاکي.

اړوند مطالب:

د افغانستان روڼتیا څار بنسټ نظرپوښتنې ردېدل

پر روڼتیا د څار بنسټ: کورني او بهرني غله دې پټې کړې پیسې بېرته راوړي

روڼتیا څار بنسټ: وکیلان په ملي بودیجه کې شخصي ګټې لټوي

افضلي ټینګار کوي، که د حکومت د اوسنۍ طرحې له مخې، د فساد پروړاندې د مبارزې خپلواک کمېسیون جوړ شي، دا یو دولتي او سیاسي کمېسیون دی او دوی ته د منلو نه‌دی.

موږ هڅه وکړه چې په‌دې اړه د ولسمشر د ویاند دفتر نظر هم واخلو، خو بریالي نه‌شو.

فساد په افغانستان کې له جګړې وروسته ستره ستونزه ده چې په نړیواله کچه یې د هېواد باور ته سخت زیان اړولی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام