
د ملي یووالي له حکومته مخکې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د ولسمشرۍ پر مهال یو وار د برېښنايي پېژندپاڼو د وېشلو موضوع مطرح شوه او حکومت پرېکړه وکړه، چې د تابعیت تذکرې باید په ټولو هېوادوالو ووېشل شي.
خو ځېنو هېوادوالو د "افغان" کلمې پر سر جدي ناندرۍ وکړې.
دوی د تابعیت په تذکرو کې ټولو ته د افغان کلمو پر لیکلو مخالفت وکړ او د مسلې د حساسیت له وجې حکومت دغې موضوع ته پوکی ور نهکړ او بېرته يې وځنډوله.
خو د ملي یووالي حکومت د پيلېدلو سره سم ولسمشر محمد اشرف غني یو ځل بیا وغوښتل، چې د پېژندپاڼو د وېشلو لړۍ پیل وکړي، له ابتدايي کارونو سره هم مهاله دغه مسله لهپخوا توده شوه او د هرکلي ترڅنګ یې د غندنې هغې زور واخیست.
د افغانستان ځېنې اوسېدونکې په برېښنايي پېژندپاڼو کې د افغان کلمې سره مخالفت کوي.
دا ستونزه هله پیدا شوه، چې په ملي شورا کې د نفوسو د احوالو ثبت قانون تر بحث لاندې و؛ خو له هغې ورځې، چې ولسمشر غني یاد قانون لاسلیک کړی او د تذکرو د وېش لړۍ پیلېدونکې وه؛ مخالفتونه او اعتراضونه نور هم زیات شول. وروسته بیا ولسمشر محمد اشرف غني په مادو کې د ځېنو تعدیلاتو له راوستلو وروسته دغه مسله سړه کړه؛ خو ځېنې جدي مخالفان يې لا هم د دې موضوع پر خلاف خپلو قلمونو ته زور ورکوي او هڅه کوي، چې دغه موضوع په یو ډول نه، په یو ډول سبوتاژ کړي.
د دوی ټوله خبره پر ملي هویت او "افغان" کلمې څرخي.
باید وویل شي، چې "هویت" له عربي ژبې څخه د افغانستان ملي ژبو ته یوه وارده شوې او په همدې معنا قبوله شوې ده.
په انګلیسي او لاتیني ژبو کې ورته " Identity" وايي.
خو د عربي ژبې د سبک لهمخې بیا هویت په "هویه" لیکل کېږي، چې نهايي مفهوم او معنا يې "څوک یاست؟" دی.
اصطلاحي تعریف يې داسې کولی شي، چې هویت یو استفهامي نوم دی او د یو شي او شخص د ماهیت، پېژندنې او نسبي معرفت سبب ګرځي.
له بل لوري بیا د تابعیت مفهوم هم په لرغوني یوناني سیاست کې ریښې لري.
"تبعه" چې په انګلیسي ژبه کې ورته (Citizen) وايي، پهخپله د یو ملت هغه غړي ته ویل کېږي، چې یو لړ مسوولیتونه او حقونه لري. همدا تابعیت بیا د فرد او دولت ترمنځ اړیکې جوړوي.
تابعیت ملي هویت دی، چې حقوقي اړخ هم لري او پېژندپاڼې باید د ملي هویت څرګندونه وکړي.
سمتي، ځایي، قومي او ژبني هویتونه خصوصي برخې دي او باید عامه ژوندانه ته يې له را دننه کولو ډډه وشي.
ټول هغه وګړي، چې د کلونو راهیسې په افغان خاوره کې اوسېږي په یوه سترګه ورته وکتل شي او بېله توپیر ټولو ته پوره تابعیت او حقونه ورکړل شي.
له قانون سره سم، چې وروسته يې بحث ته راځم، د افغانستان هر وګړي ته "افغان" ولیکل شي نه پښتون، تاجک، هزاره، اوزبیک، پشهیي، ایماق، نورستاني او نور.
ځکه د افغانستان ټول اوسېدونکي باید ملي مشترکات ولري او د یوغښتلي ملت په توګه ټول سره یو شو، ځکه په جلا او مات ملت هېوادنۍ چارې پرمخ نه وړل کېږي.
په حقوقي بحث کې، هویت د هغو ټولو ذاتي او مدني اوصافو مجموعه ده، چې د اشخاصو تر منځ د توپیر معیار جوړوي او دا د شخص ذاتي ځانګړنه یا صفت تشکیلوي.
خو د همدې پېژندنې سره سم ملي هویت بیا د ټولو هغو ذاتي صفاتو مجموعه ده، چې د ملتونو ترمنځ د توپیر معیار جوړوي.
باید په خورا واضحو، رڼو او بېشبهې ټکو ووایو، چې د یو ملت په توګه زموږ هویت "افغان" دی.
دغه مسله د افغانستان په اساسي قانون کې، چې د افغانستان د ټولو خلکو پرې رایه ورکړې ده؛ حل شوېده.
د افغانستان اساسي قانون د لومړي فصل، څلورمې مادې په څلورمه او پنځمه فقره کې راغلي:"د افغان کلمه د افغانستان په هر فرد اطلاق کېږي او د ملت هېڅ فرد د افغانستان له تابعیت څخه نه محرومېږي."
دا باید په واضحو ټکو وویل شي، چې زموږ ملي هویت له تاریخي او حقوقي پلوه خپل ځان ته ثبات لري. اوس مهال ټوله نړۍ موږ د افغان په توګه پېژني او د تعریف پر بنسټ د نورو نړۍ د انسانانو او ملتونو سره زموږ د توپير او بېلېدا معیار افغانیت دی.
د دې پر ځای، چې دغې موضوع ته سیاسي اړخ ورکړو؛ حقوقي هغه يې ډېره اړینه ده.
ځکه حقوقي مسایل ثبات لري او سیاسي مسایل بیا له ثباته بېبرخې وي.
ویلی شو، چې د یو ملت ګډ تاریخي ارزښتونه او خپل منځي تعاملات بېله شکه د هغه هېواد د حقوقي نظام یوه برخه بلل کېږي.
همداسې د افغانستان نوم او وجودي فلسفه هم له همدې مسلې ريښه اخلي، چې دې جغرافیې ته ځکه افغانستان ویل کېږي، چې د "افغان" په نوم یو عظیم او قوي ملت په کې اوسېږي.
د افغان کلمې اطلاق موږ ته د ګډو تاریخي ارزښتونو او باورونو له کبله کېږي او په همدې بنسټ ټوله نړۍ موږ د افغانانو په نوم پېژني.
د افغان هویت لرې کول موږ بېهویته کوي او ویلی شو، چې دا زموږ له ذات سره یو نه بېلېدونکی هویت دی.
پوښتنه دا ده، چې افغان لیکل او نه لیکل به څه حکم ولري؟
د افغانستان اساسي قانون له تصویبېدو څخه وروسته دغه مسله حل شوې او مخکې مې د اساسي قانون هغې مادې ته اشاره هم وکړه، چې په دې اړه یې قانوني حکم کړی و.

هلته په ټولو افغانانو د اطلاقولو کلمه ذکر شوېده، چې د افغان ملت پر هر فرد د افغان کلمه اطلاقېږي.
د یادونې وړ ده، چې په ټولو حقوقي او د فقې په ټولو اصطلاحاتي کتابونو کې، اطلاق د استعمالولو او کارولو په معنا ده او استعمالول او کارول د اطلاق د کلمې قطعي معناوې دي.
اوس که چېرې د تابعیت په پېژندپاڼه کې د افغانستان ټولو اوسېدونکیو ته د "افغان" کلمه ونه لیکل شي؛ نو څنګه کېدای شي، چې په نورو هېوادونو کې دې یو څوک د یو واحد افغانستان استازیتوب وکړي؟
د حقوقي مصطلحاتو قاموس کې، چې د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي چاپ کړی؛ په کې تذکره هغې قانوني او رسمي سند ته ویل شوي، چې د تبعه اصلي هویت او حالت په کې لیکل او توضیح کېږي.
له دومره اوږده بحثه وروسته ویلی شو، چې افغان دولت د دغو دلایلو پر بنسټ مکلفیت لري، چې په ټولو رسمي اسنادو کې د افغانستان هر اوسېدونکي ته د "افغان" کلمه استعمال کړي.
د اساسي قانون واضح حکم دی، چې په رڼو کلماتو يې بیان کړی دی او دا حکم باید د قانون له مخې په تذکرو کې هم ذکر شي.
که چېرې په برېښنايي تذکرو کې ځېنو نورو اتباعو ته د افغان کلمې پرته بل څه استعمال شي؛ نو دولت د اساسي قانون لومړي فصل، څلورمې مادې د څلورمې فقرې خلاف کړنه کړې ده. که چېرې احیاناً دا کلمه غورځول کېږي؛ حکومت به اساسي قانون نقض کړی وي او له سره به په اساسي قانون کې بدلونونه راوړي.
له تذکرې پرته باید دا هم وویل شي، نه یوازې دا چې د "افغان" کلمه باید پهکې ذکر شي، بلکې پاسپورټ او په نورو مهمو اسنادو کې هم د الزامیت اطلاق ورته کولی شي. د دې کلمې نه لیکل به د اساسي قانون تر پښو لاندې کول او نقضول وي.
د دغې کلمې مخالفان دې لومړی د افغانستان اساسي قانون ته مراجعه وکړي او بیا دې دا دعوه په حقه وګڼي، چې د اساسي قانون نقضول د قانون له مخې څه حکم لري؟
که چېرې د برما هېواد اوسني حالت ته وګورو؛ نو زیات يې زموږ د اوسني حالت سره تشبېه کېدای شي.
اوس مهال په برما هېواد (میانمار) کې شاوخوا یو میلیون "روهینګا" مسلمانان اوسېږي.

د یاد هېواد حکومت غواړي، چې په برما کې د بېهویته اشخاصو هویت معلوم کړي.
د دوی ستونزه هم همدا ده، چې روهینګایان نه غواړي د برمايي هویت درلودونکی وي او د دوی خپل منځي شخړو له امله تر اوسه په دغه هېواد کې په سلګونه کسان وژل شوي دي.
د برما حکومت له روهینګا مسلمانانو غواړي، چې دوی ځانونه د روهینګا پر ځای چې د برما خاوره ده؛ بنګالي وبولي، نو بیا به تابعیت ورکړي.
خو روهینګایان اوس هم له دغې خبرې سره جدي مخالف دي او دغه معضله تر اوسه لاینحل پاتې ده.
همدارنګه څه موده مخکې په برما کې سختې شخړې رامنځته شوې او بیا حکومت پرېکړه وکړه، چې د تابعیت لړۍ بیا پیل کړي، لکه اوس مهال یې چې افغان حکومت غواړي.
خو هغوی نه غواړي، چې ځان د بنګالي په نوم ثبت کړي، غواړي چې د روهینګا په نوم ثبت شي.
روهینګایان ادعا کوي، چې دوی له بنګلهدېشه نه دي ورغلي، بلکې د دې خاورې اصلي اوسېدونکې دي.

له بل لوري همدا اساسي قانون بیا په خپله درېيمه ماده کې حکم کوي، چې په افغانستان کې هېڅ قانون نهشي نافذیدلی، چې له اساسي قانون سره په مخالفت کې وي.
په ډاګه دې وي، چې اوس مهال، په ډېرو پرمختللو هېوادونو کې هم چا ته ځانګړی تابعیت نهدی ورکړل شوی، ځکه زیاتره خلک پهدې باوري دي، چې ځانګړی تابعیت د دې پر ځای، چې خلک سره یوځای کړي؛ نور يې هم وېشي او د ډېرکیو حقونه تر پښو لاندې کوي.
دوی وایي، چې قومي هویت ته زیاته پاملرنه او په رسمي او سیاسي ډګر کې په رسمیت پېژندنه ملي او مدني یووالی له منځه وړي.
که هر ولسمشر وي باید له دغې غیرقانوني کړنې سره مخالفت وکړي او مخه يې ونیسي، ځکه د هغه دفاع به د اساسي قانون له يوې واضحې مادې دفاع وي او له بل لوري به د دغه قانون هم پلی شوی وي.
ځکه د اساسي قانون په اجرا باندې مراقبت د ولسمشر اساسي مکلفیت دی.
د نړۍ زیاترو هېوادونو نوم د دولت هویت او پېژندنه ده.
حکومتي مشران مکلف دي، چې له دغې موضوع دفاع وکړي، ځکه افغاني هویت له منځه وړل د افغانستان ورکونې معنا ورکوي او د دغې معضلې د زغم ظرفیت بیا په هېڅ واقعيې افغان کې نهشته.
تر ټولو اړینه دا، چې د ملتي هېواد پاتې کېدو تر ټولو مهمه لازمه، په ګډو ارزښتونو باندې عمومي باور رامنځته شي او دغه باور پخوا رامنځته شوی او خورا ښه تاریخ هم لري.





