
د اختر ورځو له را رسېدو سره سم د ماشومانو له لوري د پټاقیو، فشنګو او ورته نورو توکیو کارول ډېرېږي، خو دا کار د کابل ښاریانو د اندېښنې وړ ګرځېدلی دی.
یوشمېر کابل ښاریان وايي، د افغانستان په څېر په یوه جګړهځپلي هېواد کې د اختر په ورځو کې د پټاقیو او فشنګو کارول، د مالي زیانونو ترڅنګ، د خلکو په منځ کې وېره خپروي او ناوړې اغېزې پرې کوي.
د کابل اوسېدونکي پهدې برخه کې د کورنیو چارو وزارت د جدي پام غوښتنه کوي.

خو د یاد وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي، له هغو کسانو سره به جدي چلند وشي چې چاودېدونکي توکي، لکه پټاقۍ او فشنګ پلوري یا یې هم کاروي. د نوموړي په وینا، له هغو کسانو سره به هم جدي چلند وکړي چې په بېلابېلو نومونو د خوشحالۍ ډزې کوي او د خلکو په منځ کې وېره خپروي.
که څه هم کورنیو چارو وزارت هر کال د ځانګړیو مناسبتونو لکه د اخترونو او نوي کال پر مهال د چاودېدونکیو توکیو، لکه پټاقیو، فشنګو یا هم د خوشحالۍ په پار د ډزو کولو د مخنیوي خبر ورکوي، خو تراوسه پهدې برخه کې لازم پام نهدی شوی او خلک لا هم په ښار کې د یادو ناسمو کارونو شاهدان دي.





