فاریاب؛ د هغې ښځې جسد موندل شوی چې له لور سره ورکه شوې وه

د فاریاب امنیتي مسوولان د هغې ښځې د جسد موندلو خبر ورکوي چې ۲۰ ورځې وړاندې له خپلې لور سره یوځای ورکه شوې وه.

د فاریاب د امنیې قومانداني ویاند عبدالکریم یورش وايي، یاده ښځه چې ۴۵ کاله عمر لري، ۲۰ ورځې وړاندې له خپلې ۱۸ کلنې لور سره د دغه ولایت له پښتون‌کوټ ولسوالي نه تښتول شوې وه.

یورش سلام‌وطندار ته ویلي، پرون یې د یادې ښځې وروست شوی جسد په پښتون‌کوټ ولسوالي کې موندلی دی. د هغه په وینا، دغه مور او لور د پښتون‌کوټ ولسوالي د «پشه‌خانه» سیمې اوسېدونکې دي.

یورش زیاتوي، د یادې مېرمنې لور لا هم ورکه ده او په تړاو یې پلار نیول شوی دی.

تېره اوونۍ په فاریاب کې یوه پلار د خپلې لور له ټوټه ټوټه کولو وروسته د هغې د بدن غړي پر دېوال راځړولي وو او طالبانو هم په دغه ولایت کې یوه نجلۍ وژلې وه او جسد یې په باغ کې غورځولی و.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام