
د عامې روغتیا وزارت په خپل ورځني راپور کې ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۴۸ کسان پر کورونا اخته شوي دي.
د دغه راپور پر بنسټ، اوس په هېواد کې پر کورونا د اخته کسانو شمېر ۳۲ زره ۶۷۲ ته رسېدلی دی.
د دغه وزارت په وینا، په تېره یوه شپه او ورځ کې پر کورونا ۷ اخته کسان مړه شوي دي.
د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، اوس د کورونا له کبله د مړو شویو کسانو شمېر ۸۲۶ ته رسېدلی دی.
په دغه راپور کې لیکل شوي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۸۳۳ کسان له کورونا ناروغي بېرته روغ شوي چې په دې سره د رغېدلیو کسانو شمېر ۱۹ زره ۱۶۴ ته رسېدلی دی.





