د پروان بندیان: د هر بندي د خوشې کولو فرمان په ۳۰ زره افغانۍ پلورل کېږي

د پروان ولایت د بندخونې یوشمېر بندیان د دوی د دوسیو څېړلو پلاوی پر دوه‌ګوني چلند او د بډو پر اخیستو تورنوي. دغه بندیان چې شمېر یې ۵۰۰ کسانو ته رسېږي وايي، یوشمېر بندیان د اړیکو او بډو په زور د ولسمشر له هغه فرمان نه ګټه اخلي چې د کورونا ویروس د مخنیوي په اړه یې صادر کړی او له همدې لارې خوشې کېږي.

د دغو بندیانو ځینو یې سلام‌وطندار ته ویلي، که څه هم د ولسمشر فرمان د ټولو بندیانو لپاره دی، خو د دوی د خوشې کولو او نه خوشې کولو پرېکړه د ولایتي څارنوالانو او د دغه فرمان د پلي کېدو د پلاوي په لاس کې دي.

د پروان یو بندي شفیق (مستعار نوم) وايي، د بند موده یې درې کاله ده او تر اوسه یې ۲۰ میاشتې تېرې کړي او سره له دې چې د خوشې کېدو شرایط یې پوره کړي، خو د ځینو کسانو د لاسوهنې له کبله تر اوسه په بند کې دی.

شفیق وايي، هغه څارنوالان چې د دوسیو څېړلو لپاره بندخونې ته راځي، دا شرط ږدي چې که ۳۰ زره افغانۍ ورکړي، په نوملړ کې به یې شامل کړي.

دغه بندي وايي، نږدې ۵۰۰ بندیانو له دوو ورځو راهیسې د دغه چلند پر وړاندې د خوړو اعتصاب کړی خو په وینا یې، اوس یې د ولسي جرګې د یوه غړي په منځګړتوب خپل اعتصاب پای ته رسولی دی.

خو لویه څارنوالي وايي، د ولسمشر د فرمان له مخې د ۴۰۹۹ بندیانو د خوشې کولو پر پروسې څار لري، په بشپړې روڼتیا عملي شوی او دا پروسه لا هم دوام لري.

د پروان د والي ویاند شاه‌ولي شاهد هم د بندیانو اعتصاب مني او وايي، د بندیانو سره یې لیدلي او هغوی د ولسمشر له فرمان نه د ګټې اخیستو او عدالت غوښتنه کوي.

د نوموړي په وینا، معترض بندیان هغه مجرمان دي چې د جزايي اجرااتو قانون د ۳۵۰ مادې په ډله کې راځي او محلي چارواکي یې په اړه پرېکړه نه شي کولی. پر قصاص، حدودو، د مال دیَت، انسان تښتونې، قصدي قتل، اداري فساد او د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالي باندې تورن او متکرر مجرمان هغه کسان دي چې د جزایي اجرااتو قانون په ۳۵۰مه ماده کې شاملېږي.

لویه څارنوالي د ولسمشر له فرمان نه ناوړه ګټه اخیستنه ردوي او وايي، د ولسمشر له فرمان سره سم د بندیانو خوشې کول د دغې ادارې د کورني تفتیش برخې تر دقیقې څارنې لاندې عملي کېږي.

د لویې څارنوالي ویاند جمشید رسولي پرون سلام‌وطندار ته وویل چې د فرمان له پیله تر شنبې ورځې پورې ۴۰۹۹ بندیان د هېواد له بندخونو خوشې شوي دي. د نوموړي په وینا، خوشې شوي کسان پر لنډمهالي بند محکوم وو یا یې هم د بند موده کمه پاتې وه.

رسولي ټینګار کوي، هر بندي چې د بندیانو خوشې کولو پر پلاوي او څارنوالانو نیوکې لري، ۱۸۰ شمېرې ته دې زنګ ووهي او خپل شکایت دې په لویې څارنوالي کې ثبت کړي.

د پروان محلي مسوولان وايي، د ۵ ماشومانو په ګډون ۶۵ بندیان د دغه ولایت له بندخونې او د ماشومانو د روزنې او اصلاح له مرکزه چې له ۵ کلونو پر کمې مودې بند محکوم شوي وو، یا هغه بندیان چې له ۵ کلونو ډېر بند یې درلود، خو نیمايي یې تېر کړی و، د ولسمشر د فرمان له مخې، خوشې شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه هېڅوک د پروان په بندخونه کې د هغو بندیانو د اعتراض په اړه چې د بند موده یې پوره شوې او تر اوسه نه دي خوشې شوي، څه نه وايي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام