
پروان ولايت کې روغتيايي مسوولان وايي، چاريکارو ښار کې د سېلابونو راوتو له کبله د قربانيانو شمېر د ډېرېدو په حال کې دی.
د ياد ولايت د عامې روغتيا رييس عبدالخلیل حیدري سلاموطندار ته وايي، د چهارشنبې د ورځې د سېلابونو له کبله د مړو شويو شمېر تر اوسه پورې ۱۱۰ او د ټپيانو بيا ۱۲۶ ته رسېدلی دی.
د نوموړي په وينا، شمېرې د ډېرېدو په حال کې دي او تر اوسه پورې د جسدونو او ټپيانو د پلټلو عمليات دوام لري.
د جسدونو او ټپيانو د پلټلو مسوولان د سېلابونو له کبله د قربانيانو د خپلوانو له قوله وايي، تر اوسه پورې ډېر جسدونه لا ورک دي.

د چهارشنبې په شپه د سنبلې په پنځمه نېټه د سختو بارانونو او توفان له کبله د پروان مرکز چاريکارو، د کابل سروبي ولسوالۍ، کاپيسا، پنجشېر، وردک، لوګر، ننګرهار، پکتیا، پکتیکا، نورستان، لغمان، خوست او يو شمېر نورو ولايتونو کې سخت سېلابونه راغلل.
د مسوولانو په وينا، د يادو سېلابونو له کبله د قربانيانو کورنيو سره نغدي مرستې شوي او د کورنيو د سروې له بشپړېدو وروسته به ډېر ژر د خوراکي او نا خوراکي توکيو مرستې هم وشي.
له طبيعي پېښو سره د مبارزې وزارت مسوولان وايي، د لومړنيو شمېرو له مخې يادو ولايتونو کې د سېلابو له کبله ۱۵۰۰ د اوسېدو کورونه، لسګونه دوکانونه او ۱۱۵۰ جرېبه ځمکه له منځه تللې او همداراز ۶۰۰ څاروي هم مړه شوي دي.





