له جنسي تېري وروسته د وژل شوي ماشوم کورنۍ؛ عاملان دې اعدام شي

۸ کلن اخترمحمد د تېرې پنج شنبې په ورځ د دوو تنو ځوانانو له‌خوا تښتول کېږي چې له جنسي تېرې وروسته یې د چړې په ګوزارونو وژني؛ کورنۍ یې له حکومته د قاتلانو د اعدام غوښتنه کوي.

د وژل شوي ماشوم پلار مولوی احمد او د کلي مولوی حبیب الله وايي، د نور‌اباد کلي ټول استوګن د اخترمحمد د قاتلانو اعدام غواړي. دوی خبرداری ورکوي که حکومت لاس په کار نه شي؛ خلک به په خپله یو کار وکړي.

د دغه ماشوم خپلوان وايي، په دغه ډول پېښو کې د حکومت بې‌پروايي د دې لامل شوې چې د حکومت په صداقت او جدیت د خلکو باور راکم شي؛ زیاتو که چېرې حکومت دغه ډول بې‌پروا پاتې شي خلک به هېڅکله په حکومت باور ونه کړي.

د هرات د والي ویاند فرهاد جیلاني سلام‌وطندار ته وویل، دوه تنه د پېښې په تړاوو نیول شوي چې د قانون په اډانه کې به سزا ورکړل شي.

د هرات پولیس هم وايي، نیول شويو کسانو په کړي جرم اعتراف کړی دی او دوسیې یې عدلي او قضايي بنسټونو ته سپارل شوي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام