د هرات په چشت ولسوالۍ کې د بهرنیو ګرځندویانو پر کاروان طالبانو برید کړی

د هرات ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، چې یوې ډلې وسله والو طالبانو نن (پنج شنبه جولای ۴ مه) له غرمې مخکې د دې ولایت په چشت ولسوالۍ کې د بهرنیو ګرځندویانو پر کاروان برید کړی، چې د یوې میرمنې په ګډون پکې ۶ تنه ټپيان شوي دي.

د والي ویاند جیلاني فرهاد سلام وطندار ته وویل، چې د دغو ګرځندویانو شمېر ۱۱ تنه و او له غور ولایت څخه هرات روان وو، چې د چشت ولسوالۍ په " تګاب سوري" سیمه کې طالبانو پرې برید کړی دی.

له دې مخکې ځینو رسنیو راپور خپور کړی و، چې په دې برید کې ځینې ګرځندویان وژل شوي، خو د والي ویاند دغه راپورونه ردوي.

د فرهاد په خبره، دغه ګرځندویان د امریکا، جرمني، انګلستان او د سکاټلینډ هېوادونو وګړي دي.

د هرات د اوبه ولسوالۍ د امنیه قوماندان شیراغا الکوزی، چې د دغو کسانو د امنیت خوندیتوب مسوولیت یې درلود وايي، چې د چشت ولسوالۍ نه د تېرېدو پر مهال کاروان یې د طالبانو له کمین سره مخ شو، چې په نتیجه کې يې څو تنه ګرځندویان معمولي ټپیان شوي دي.

د الکوزي په خبره، په شوي جګړه کې امنیتي ځواکونو ته زیان نه دی رسېدلی او اوسمهال دغه ګرځندویان د هرات ښار ته لېږدوي.

ویل کېږي، چې دغو ګرځندویانو د بامیانو له ولایت څخه سفر پیل کړی وو او غوښتل، چې له غور ولایت نه هرات ته ولاړ شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام