
په ننګرهار ولایت کې د لومړي ځل لهپاره د افغانستان ختیځ زون سلګونه مشران پهدې موخه سره ور ټول شوي و، چې په هېواد کې اوسنی رواني جنګ محوه کړي.
نن سهار جلال اباد کې د ختیځ زون په کچه نیږدې ۴۰۰ قومي مشرانو او مخورو د ختیځ زون د ولسونو د جرګې په نوم جوړه کړې غونډه کې پرېکړه کړې، چې په ګډه به د سولې راوستو او د رواني جګړې د پای ته رسېدو له پاره مبارزه کوي.
دغه غونډه د سولې، رسنیو او ښې حکومتولۍ په نوم یوه دفتر په هڅو جوړه شوې وه.
د یادې ادارې مشر احمدکمیل رسنیو سره خبرو کې وویل، د دغه شان غونډو پر مټ غواړي د خلکو او حکومت تر منځ فاصلې رالنډې، سیمهییز مشارکت عام او همداشان خلک د رواني جګړې سره د مبارزې له پاره وهڅوي.
نوموړي رواني جګړه د ټوپک له جنګه خطرناکه وبلله.
دی وايي، چې د سولې انسټيټوټ د رواني جنګ سره د مبارزې مسوده جوړه کړې او د امنیت شورا ته يې سپارلې ده، خو پر وینا يې د امنیت شورا لهخوا د منلو او نه منلو ځواب يې نهدی ترلاسه کړی.

د دغې غونډې د ګډونوالو په باور، جوړه شوې جرګه به د سولې او پخلاینې سربېره، د افراطیت پر ضد د مبارزې او د هېواد د پولو د ساتنې له پاره په ولسي کچه کمپاین هم کوي.
د قومي مشرانو دغې غونډې ته د ختیځ ولایتونو والیان هم ورغوښتل شوي وو، څو خلک ترې پوښتنې وکړي؛ خو یوازې د ننګرهار والي غونډې ته ورغلی و.
باورونه دادي، چې اوسمهال افغانستان په ځانګړي ډول ختیځ کې د رواني جګړې اور تر پخوا تود شوی او همدغه لامل دی، چې ګڼ زلمي او کوچنیان د حکومت ضد وسلهوالو لیکو سره یوځای کيږي.





