
د کندهار یو شمېر اوسېدونکي وايي، ځینو لرې پرتو ولسوالیو کې له پخوا مخابراتي شبکو کار نه کاوه، خو اوس له کندهار ښار او سپینبولدک پرته، نورو ۱۶ ولسوالیو کې د شپې له خوا د مخابراتي شبکو فعالیت بند شوی دی.
دوی سلاموطندار ته وویل، د شپې مهال يې سیمو کې ټلیفوني شبکې کار نه کوي چې خلک یې ستونزو سره مخ کړي او ولسوالیو کې د شپې مهال د وسلهوالو طالبانو بریدونو هم زور اخیستی دی.
دوی له دولته غواړي، چي غږ يې واوري او دغه ستونزه يې ور حل کړي.
د هغوی په وینا، ان کندهار ښار ته تر ټولو نږدې ارغنداب ولسوالۍ کې د ماښام له اذان وروسته د سهار تر ۵ بجو د مخابراتي شبکو فعالیت بند وي.
د کندهار د ولایتي شورا غړی حاجي محمد یوسف یونسي بیا وايي، د ده د معلوماتو له مخې طالبانو ټولو مخابراتي شبکو ته ګواښ کړی چې د شپې مهال دې خپل فعالیت په ولسوالیو کي یو مخ ودروي.
طالبانو تراوسه دې برخه کې نظر نه دی ورکړی.
په ورته وخت کې کندهار کې د مخابراتو ریاست او د خصوصي مخابراتي شبکو مسوولان که څه هم په دې اړه له رسنیو سره خبرې نه کوي، خو د کندهار د والي ویاند بهیر احمدي ولسوالیو کې د شپې مهال د مخابراتي شبکو د فعالیت بندېدو موضوع بېبنسټه بولي.
احمدي وویل، که خلک دې برخه کې ستونزو سره مخ وي، دوی سره دې اړیکه ونیسي.
د کندهار ولسوالیو کې د شپې مهال د مخابراتي شبکو بندېدو سره سم پر امنیتي پوستو د وسلهوالو بریدونه او د سړک غاړې ماین چاودنې هم زیاتې شوي چې ډېری قربانیان يې ملکي کسان دي.





