کرنې وزارت د «کرنې د لارې نقشه» جوړه کړه

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په هېواد کې د کرنې د ودې او پراختیا او همداراز د کرنیزو محصولاتو د زیاتولو په پار په افغانستان کې د«کرنې د لارې نقشه) جوړه کړه.

د کرنې، وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال حمدالله همدرد نن په یوې خبري غونډې کې وویل چې د «کرنې د لارې نقشه» پنځه عمده برخې لري او له بزګرانو سره له کرکېلي تر مارکېټه ملاتړ کوي. ښاغلي همدرد زیاتوي، په‌دې نقشه کې د کرنې د پراختیا پر وړاندې پرتو خنډونو ته حل‌لارې او د کرنیزو محصولاتو زیاتولو په هکله وړاندوینه شوې‌ده.

د ده په وینا، د کرنې سکټور ته عمومي کتنه، د کرنیز ځنځیري ارزښتونو لوړول، د کرنې اړوندو قوانینو ته بیا کتنه، د کرنې سکټور ساختار جوړول او له هېواده بهر د افغانستان د کورنیو تولیداتو د رقابتي‌کولو په پار چارچوب جوړول د «کرنې د لارې نقشې» مهمې برخې دي.

د ده په خبره، د کرنې د لارې نقشې سره به ډېر کاري فرصتونه هم برابر شي.

د کرنې، وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال وایې چې د «د کرنې د لارې په نقشه» کې د خوړو پر خوندیتون او د وریجو او غنمو د محصولاتو په زیاتولو هم تمرکز شوی‌دی. ده همداراز ټنیګار وکړی چې یوازې د غنمو په برخه کې ۱.۲ بیلیونه ډالر پانګونه شوې‌ده.

ښاغلي همدرد وویل، د انګورو، پستې او انارو کلنۍ ارزښت ۳۹۲ میلیونه ډالر دی او د دې نقشې پر بنسټ به د دغو ونو د پراختیا او محصولاتو د زیاتوالي په برخه کې جدي پام وشي.

سابه او زړې هم د کرنیزو توکو مهمې برخې دي چې د حمدالله همدرد په خبره ۶۴۵ میلیون ډالر ارزښت لري. طبي او صنعتي بوټي او همداراز مالدارۍ هم د کرنې د لارې په نقشه کې له مهمو او د پام وړ موضوعاتو څخه دي. ښاعلي همدرد وایي، چې د مالدارۍ برخه هم ۱.۵ میلیارډ ډالر ارزښت لري، چې له دې وروسته به د مالدارۍ سکټور ته هم جدي پام کېږي.

په ورته وخت کې د دې وزارت مسوولان وايي چې سږکال د رعفرانو او جلغوزیو په  محصولاتو کې زیاتوالی راغلی‌دی.

د کرنې وزارت ویاند اکبر رستمي بیا وویل چې په یوې میاشت کې د هوايي دهلیزونو له لارې شاوخوا ۶۰۰ ټنه جلغوزي چین ته لېږدول شوي‌دي.

د دې وزارت د مسوولانو په وینا، د کرنې سکټور بېلابېلې برخو له ډلې د اوبولګولو په برخه کې د یو ملي برنامې نه‌شتوالی، د کرنیزو زېربناوو په برخه کې ستونزې او د سړوخونو او پروسېس مرکزونو د کموالي له اړخه له ګڼو خنډونو سره مخ دي چې د کرنې د لارې په نقشه کې دغو خنډونو ته حل‌لارې هم په پام کې نیول شوې‌دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام