
له ناامنیو راپهدېخوا هېڅ افغان په کابل ښار کې په ارامۍ او ښه زړه په واټونو او لارو کې تګ ـ راتګ نهشي کولی. د جنګي جرمونو او وېرې د ډېروالي ترڅنګ د چاودنې پر مهال د هېوادوالو له لوري له قربانیانو سره مرسته نهکول هغه ستونزه ده چې ډېر وګړي ترې شکایت کوي. هر ښاروند پهدې باور دی، که د کومې وسلهوالې ډلې له لوري ووژل شي او یا وځورول شي؛ هېڅوک مرستې ته لاس نه ور اوږدوي. ځېنې ښاروندان پهدې باور دي چې د هېوادوالو دا ډول سکوت او مرسته نهکول د دې لامل شوې چې مجرمان نور هم خپلو فعالیتونو ته زور ورکړي.
یو کابل ښاروند احمدرشاد چې د همدا ډول پېښو شاهد دی؛ وایي د چاودنې او یا بلې ترهګریزې پېښې پرمهال ځکه له چا سره مرسته نهشي کولی چې ډېر ځله روغتون ته د ټپي شوي شخص د وړلو پرمهال د ډاکټرانو یا پولیسو له لوري پرېشانه شويوي. د ده په خبره، کله چې د پېښې اصلي کس له سیمې وتښتي؛ پولیس له قرباني شوي شخص سره مرستهکوونکی شخص مجرم ګڼي. د ده په وینا، دا وېره د دې لامل شوې چې خلک له یو بل سره له مرستې لېرېوالی غوره کړي.
بل کابل ښاروند احمد فرهاد وايي، د افغانستان په شان اسلامي ټولنه کې باید هېڅوک د بل پر وړاندې د بېمسوولیتي او له بل سره باید له مرستې نه تېښته ونهکړي. د ده په نظر، دا زموږ دیني دنده ده چې د اړتیا پر مهال له یو بل سره مرسته وکړو.
ښاغلی ځاځی د هېواد راتلونکي نسل په اړه اندېښمن دی او د هغه په باور راتلونکي ته هيلهمن نهدی.
دی وايي، د خلکو په منځ کې زړهسوی ختم شوی او خلک د خپل ټولنیز مسوولیت په مقابل کې بېپروا دي او دا د دې لامل شوې چې له یو بل سره له مرستې کولو تېښته وکړو.

د کابل ښار یوه استوګنه مروه وايي، په کابل او نورو ولایتونو کې د بېثباتۍ یوازېنی لامل د یو بل پر وړاندې د مسوولیت نه احساس دی.
نوموړې بېلګه ورکوي او وايي، که یوه مېرمن پولیسو ته پناه ور وړي، حتا پولیس دې ته چمتو نهدي چې په سړک او واټ یوازې جلۍ سره مرسته وکړي.
کابل ښارونده شبنم سیمیا وايي، که یو څوک وژل شویوي او بل هېوادوال یې روغتون ته وړي؛ ممکن د اطلاعاتو لهپاره ترې وپوښتل شي.
ارواپوه شفیق بهروزیان پهدې باوري دی چې په افغانستان کې د بېباورۍ بحران رامنځته شوی او همدا علت دی چې د ټولنې وګړي په یو بل باور نهکوي.
د نوموړي په خبره، د بېباورۍ دغه بحران کېدای شي سیاسي، اقتصادي، ټولنیز او یا حتا کورنۍ اړیکې وي؛ له همدې کبله هغه خلک چې مرستې ته اړتیا لري؛ نور خلک پرې باور نهکوي.
خلک پهدې ګروهمن دي چې پولیس د خپلو مسوولیتونو پر وړاندې بېاعتنا دي او د هېوادوالو په اړه خپل فردي احساس او انساني مسوولیتونه او واکونه نه پېژني.
د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي وايي، د پولیسو لهپاره د پوهاوي ستر پروګرامونه پلان شوي او دغه راز سرغړونکي پولیس به له دندو ګوښه شي.
دی زیاتوي، په کورنیو چارو وزارت کې د سمونونو راوستلو روانه پروسه ډېره ګټوره ده او هغوی چې د پولیسو په نوم زیان اړوي؛ له دندو به لېرې کړای شي.
د ده په خبره، دغه راز د ظرفیتلوړولو او پولیسو ته د هغوی د صلاحیتونو او مسوولیتونو په اړه پوهای ورکول، د ولسي خلکو او مجرمانو سره د پولیسو چلند په اړه ستر ورکشاپونه پلان شويدي.





