جوزجان؛ طالبان د نجونو ولور خپله اخلي

د جوزجان ولایت د خم‌اب ولسوالي ولسوال او اوسېدونکي وايي، وسله‌وال طالبان د یوې نوې مقررې پر اېښودلو په زوره د نجونو له ولورونو خپل حق اخلي.

د دوی په وینا، په یاده ولسوالي کې د هرې نجلۍ ولور له ۵۰۰ زره نه نیولې تر ۸۰۰ زرو پورې ده چې ۱۰۰ زره یې د نجلۍ کورنۍ ته ورکول کېږي او پاتې یې طالبان اخلي.

ګل‌څېره چې ۴۸ کاله عمر لري او تازه د خپلوانو له یو شمېر نجونو سره له خم‌اب ولسوالي نه د شبرغان ښار ته را تېښتېدلې وايي، طالبان د یادې ولسوالي د نجونو ۹۰ سلنه ولور د هغوی له کورنیو نه په زوره اخلي.

د نوموړې په وینا، هغه کسان چې د خپلو لوڼو ولور طالبانو ته ور نه‌کړي، په عام محضر کې یې په دورو وهي. دا ښځه وايي، اوس یو شمېر هغه کورنۍ چې پېغلې لورانې لري، له خم‌اب ولسوالي نه د شبرغان او مزارشریف ښارونو ته تښتېدلې دي.

په همدې حال کې د خم‌اب ولسوالي یو شمېر نور اوسېدونکي چې د طالبانو له ډاره نه‌ غواړي چې نومونه یې یاد شي وايي، وسله‌وال طالبان په یاده ولسوالي کې هره ورځ پر خلکو د بېلابېلو مقررو پر اېښودلو په بېلابېلو بهانو له خلکو پیسې اخلي.

اړوند مطالب:

جوزجان؛ طالبانو د خلکو ۱۰ میلیونه افغانۍ د کوټې شورا ته لېږلي

طالبان له جوزجانه ترکمنستان ته د نشه‌يي مواد قاچاقوي

طالبانو په جوزجان کې یو ماشوم وژلی

جوزجان کې پر ښځو د طالبانو تازه بندیزونه

د خم‌اب ولسوالي ولسوال احمد هم د طالبانو له لوري د نجونو د ولورونو اخېستل مني او وايي، ګڼ‌شمېر ځوانانو د کار کولو په بهانه خپلې سیمې پرېښي او د هېواد نورو ولایتونو ته تللي دي.

بله‌خوا د طالبانو ویاند ذبېح‌الله مجاهد د یوه پیغام په رالېږلو سره د خم‌اب ولسوالي د اوسېدونکیو او چارواکیو خبرې نه مني.

خو د جوزجان د والي ویاند فریدون انیق د خم‌اب ولسوالي د اوسېدونکیو څرګندونو د تایید ترڅنګ، په نږدې راتلونکې کې په یاده ولسوالي کې د طالبانو ځپلو لپاره د عملیاتو پیلولو خبر ورکوي.

د خم‌اب ولسوالي له تېرو څو میاشتو راهیسې د طالبانو په لاس کې ده.

په دغه راپور کې د مرکه کوونکې د خوندیتوب لپاره نوموړې د ګل‌څېرې په نوم یاده شوې ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام