
د فراه ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، چې نن یکشنبې د (ډېسمبر پر ۱۸مه) سهار مهال د دې ولایت په "توت" سیمه کې یو ۳۰۳ ډوله موټر له ټېلر سره ټکر کړی دی.
د هرات د والي ویاند محمد ناصر مهري سلام وطندار ته وویل، چې په دې پېښه کې ۱۴ تنه وژل شوي او ۴۱ تنه نور ټپيان شوي.
ده زیاته کړه، چې مسافروړونکی دا موټر د احمدشاه ابدالي شرکت پورې اړوند و، چې له هرات نه کابل ته روان و.
د مهري پر وینا، د وژل شويو او ټپیانو په منځ کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د فراه د والي ویاند وویل، چې د ټپیانو حالت د اندېښنې وړ دی.
مهري همدارنګه زیاته کړه، چې د پېښې ټپیان د فراه ولایت د ګلستان ولسوالۍ کلینیک او هرات ولایت ته لېږدول شوي دي.
هغه د دې پېښې اصلي علت د موټر تېز چلول او نه پاملرنه وګڼله.
په وته وخت کې په نیمروز کې هم یوې ترافیکې پېښې مرګ ژوبله اړولې ده.
د نیمروز ولایت چارواکي هم وايي، چې د دې ولایت په اړوند سیمه تېره ورځ مازیګر مهال یوې ترافیکې پېښې ۴ تنه وژلي او ۳۶ تنه یې ټپيان کړي دي.
د نیمروز د والي ویاند احمد عرب وویل، چې په وژل شویو کې یوه ښځه او ۳ ماشومان دي.
عزب زیاته کړه، چې دغه پېښه د موټر د تېزوالي له امله رامنځته شوې ده.





