
پېښه ۴ ورځې مخکې هغه مهال د خېبر پښتونخوا مردان سیمې په عبدالولي خان پوهنتون کې رامنځته شوه، چې د پوهنتون محصلینو خپل يو ملګری مشال خان دین ته د سپکاوي په تور په وهلو ـ ټکولو وواژه او د هغه نور ملګري یې هم و ډبول.
د صوابي ولسوالۍ اوسېدونکی مشال خان د خپل مور او پلار یوازینی زوی و، چې په عبدالولي خان پوهنتون کې د ژورنالیزم څانګه کې زدهکړې کولې.
دې پېښې د بېلابېلو خواوو سخت غبرګونونه راپارولي دي.
د خيبر پښتونخوا د محصلینو تنظيمونو دا پېښه په سختو ټکو غندي او له حکومته غواړي، چې په پېښه کې ښکېلو کسانو ته باید تر ټولو سخته سزا ورکړي، چې په راتلونکي کې د ورته پېښې د تکرار مخنیوی وشي.
پهدې اړه د عوامي نيشنل ګوند د ځوانانو څانګې صوبایي مشر سنګين خان سلام وطندار ته وويل، چې د مشال د قتل عاملین یوازې په هماغه پېښه کې موجود کسان نهدي، بلکې هغه کسان هم باید ګرفتار او سخته سزار ورته ورکړل شي، چې په یاد پوهنتون کې يې د داسې فکر فضا را منځ ته کړې ده.
له بل لوري د مشال خان په اړه د بشري حقوقو کارکونکی سنایي اعجاز وایي، چې د پوهنتون رياست باید داسې پېښو مخنیوي لهپاره لارې چارې مخکې له مخکې وسنجوي.
د هغه پر وینا، د داسې پېښو د مخنیوي په موخه پهکار دا ده، چې د دغه پوهنتون پر مضامینو له سره غور وشي او له اساس نه يې دیني بنسټپالنې کتابونه منع شي.
د پاکستان صدر اعظم نواز شریف له خوا هم دغه پېښه په کلکو ټکو غندل شوې ده.
بل خوا د پاکستان سترې محکمې هم ویلي، چې د دغې پېښې په اړه به جدي څېړنې وکړي.

د مشال د وژنې ویډيو په ټولنیزو رسنیو په ځانګړي ډول فیسبوک د زیاتو خلکو لهخوا شریک شوې وه.
په ویډيو کې ښکاري، چې د عبدالولي خان پوهنتون قهرجنو محصلینو مشال د پښو لاندې غورځولی او په وهلو يې له هېڅ راز شته وسایلو ډډه نهکوي.
وروسته له څو دقیقو د مشال خان جسد په وینو لیت پیت پروت وي او داسې ښکاري، چې نور يې په وجود کې ساه نهده پاتې.
مشال په یو داسې وخت کې وژل شوی دی، چې هم تېره ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یو تازه خبرداري کې خپلو خلکو ته ویلي، چې پاکستان ته د سفر پر وخت له احتیاطه کار واخلي.
پهدغه خبرداري کې راغلي، چې په پاکستان کې اوس هم د ترهګرۍ او مذهبي تندلارۍ ترڅنګ د دولتي او غیردولتي ادارو کارکونکي، قبایلي مشران، مدني او د بشري حقونو فعالان تر بریدونو لاندې راځي.
مشال پهداسې حال کې د پاکستاني مذهبي توندلارو لهخوا وژل کېږي، چې شاوخوا درې کاله مخکې پلازمېنې کابل کې هم د ورته پېښې شاهد و.

د کابل ښار په شاه دوشمشېره زیارت کې د فرخندې په نوم يوې نجلۍ له تعویذګر سره له جنجال کولو وروسته د قهرجنو کسانو ښکار شوه.
نوموړې د سړک پر غاړه یې له تعویذ لیکلو سره مخالفت درلود، د ۱۳۹۳ کال د کب میاشتې په ۲۸ مه ویشتمه نېټه د قرآنکریم د سوځولو په تور د قهرجنو له لوري وسوځول شوه.
د دې قضيې یوشمېرعاملین د افغانحکومت له خوا په ۱۶ او ۴ کاله بند محکوم شول او ځینې نورو د یوشمېر پولیسو په ګډون برات ترلاسه کړ.
وروسته بیا، په کابل کې د شاه دوشمشیره جومات مخې ته په لسګونه دیني عالمانو راټول شول او ټینګار يې وکړ، چې فرخنده د دیني عالمانو په امر نه بلکې د ناپوهانو له خوا وژل شوې او پر پولیسو يې هم تور پورې کړ، چې د هغې د ژغورلو لهپاره کافي هڅه نه وه کړې.





