
د پکتیا امنیتي چارواکي وايي، وسلهوالو طالبانو تېر ماښام د ګردېز-کابل پر لویه لاره ۲۲ کسان له موټرو کوز کړي او له ځان سره یې بیولي دي.
د پکتیا امنیې قومندان ملپاسوال رازمحمد مندوزي سلاموطندار ته وویل، وسلهوالو طالبانو تېر مازدیګر ناوخته د پکتیا ولایت مقام په شپږ کیلومترۍ کې له ۲۰ تر ۲۲ کسان د سورلۍ له موټرو راکوز کړي او بیولي دي.
د مندوزي په وینا، د پکتیا پولیسو پر وخت اقدام کړی او تر اوسه یې شپږ کسان ژغورلي دي.
ښاغلی مندوزی زیاتوي، ټول برمته شوي کسان یې ځکه ونهشوای ژغورلی چې طالبانو لهځان سره یوځای روان کړي وو او پولیسو د یادو کسانو خوندیتوب لهپاره پر وسلهوالو برید ونه کړ.
د پکتیا امنیې قومندان وايي، د وسلهوالو طالبانو موخه د ملکيخلکو ځورول دي او په یادو برمته شویو کسانو کې هېڅ دولتي کارکوونکی نهشته.





