نادیه ندیم «انګلستان‌فوټبال کلپ» پرېږدي

په بهر کې د فوټبال په غوره‌‌لیګ سیالیو کې د لوبېدلو یوازینی ریکارډ له افغاني‌الاصله ډنمارکۍ نادیې ندیم سره دی.

نادیه ندیم د تېرکال په سېپټمبر کې د انګلستان په فوټبال غوره‌لیګ سیالیو کې له مانچسټرسیټي ښځینه فوټبال لوبډلې سره تړون لاسلیک کړ او د روان کال له جنورۍ راهیسې د یاد کلپ په ګټه لوبې وکړې چې په ۱۲ کړیو سیالیو کې یې ۴ ګولونه وهلي دي.

نادیه ندیم په‌خپلې وروستۍ مرکې کې ویلي، له مانچسټرسیټي فوټبال کلپ سره یې له یوځای کېدو تراوسه داسې نه‌ده احساس کړې چې دا په مانچسټر سيټي لوبډله کې لوبېږم.

نوموړې زیاته کړې‌ده، مانچسټرسیټي به په بېلابېلو علتونه ښه کلپ وي؛ خو په یاد کلپ کې له لوبېدو یې تراوسه دا ښېګڼې نه‌دي لیدلي چې ګوندې دا د یو مشهور کلب لوبغاړې وي؛ ځکه داسې ښکاري چې په یاد کلپ کې یې د لوبېدو چانسونه ډېر کم ترلاسه کړي‌دي او دې کار یې زړه تنګ کړی‌دی.

دېرش کلنه ندیم روانه میاشت له مانچسټرسیټي ښځینه فوټبال لوبډلې سره د امریکا په کوربتوب سیالیو کې ولوبېده چې په وروستۍ لوبه کې یې «پاریس سینټ جرمن» لوبډلې پر خلاف د لوبې یوازیني ګول ووهلو او لوبډلې یې درېم مقام ترلاسه کړ.

د اغلې ندیم پر ځای د مانچسټرسیټي ښځینه فوټبال کلپ مسوولانو ته په زغرده د کلپ پرېښودلو خبره کړې‌ده او په‌دې اړه یې له ډېر پخوا فکر کړی‌دی.

افغاني‌الاصله ډنمارکۍ فوټبال لوبغاړې ویلي چې دا باید خپل راتلونکي ته فکر وکړي او دا چی د ښځو فوټبال نړۍ‌وال جام را روان دی؛ نو د تیاري نیولو په پار نوره له مانچسټرسیټي ښځینه فوټبال کلپ سره نشي پاتې کېدلی.

نوموړې تمه ښودلې چې د مانچسټرسیټي فوټبال کلپ مسوولان به د دې د بدلېدلو (انتقال) پرېکړی ته درناوی وکړي او حل راوباسي چې خپلې لوبې ته پام وکړي.

په همدې حال کې د مانچسټرسیټي فوټبال کلپ مدیر نیک کشینګ د «پي. اېیس. جي» خلاف له بریا وروسته په رسنیزې غونډه کې وویل، دوی ته د نادیې ندیم غوښتنلیک رسېدلې دی او اوسمهال په دې کار کوي چې د دغې افغاني‌الاصله ډنمارکۍ لوبغاړې انتقال ته په ارام فکر او مسلکي توګه حل‌لاره پیدا کړي؛ خو دا یې ونه ویل چې د مانچسټرسیټي کلپ پرېښودلو په اړه به د نادیې ندیم هیله پوره شي او که‌نه.

نادیه ندیم ۱۸ کاله  مخکې په ۱۲ کلنۍ کې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال ډنمارک ته کډه شوه. له ۲۰۰۹ کال راهیسې د ډنمارک ښځینه فوټبال ملي لوبډلې په ګټه لوبېږي او په ۷۵ نړۍوالو سیالیو کې یې ۲۲ ګولونه وهلي او هم د دې په موجودیت کې تېرکال ډنمارک لوبډله د اروپا ښځینه فوټبال جام (فاینل) ته ورسېدله.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام