غور کې پر نشې د روږدو کسانو ۲۰بستریز روغتون د درملنې ظرفیت نه‌لري

غور کې پر نشو د روږدو کسانو ۲۰بستریز روغتون رییس محمدعمر لعل‌زاد سلام وطندار ته وویل چې دې روغتون ته د ډېرو روږدو کسانو مراجعه د دې سبب شوې‌ده چې د ناروغانو نوملړ ثبت او له هغه وروسته یې په نوبتي ډول درملنه پیل کړي.

ښاغلي لعل‌زاد زیاته کړه چې دا روغتون د دې ولایت یوازې ۵ سلنه روږدو کسانو ته بسنه کولی شي.

د نوموړي په وینا، هره ورځ له ۵ تر ۶ په نشو روږدي کسان دغه مرکز ته راځي چې ښځې او ماشومان هم په‌کې شامل دي.

غور کې پر نشو د روږدو کسانو ۲۰بستریز روغتون وايي چې دوی د بسترونو نه‌شتوالي ترڅنګ د اعاشې او د ناروغانو سرګرمۍ له‌پاره د ځای له نه‌شتوالي سره هم مخ دي.

د غور ولایتي شورا غړی سخي جاوید هم پر نشو د روږدو کسانو د لوړې شمېر په اړه د اندېښنې ښودلو ترڅنګ وايي چې په‌دې ولایت کې پر نشو زیاتره روږدي کسان هغه څوک دي چې د نشه‌يې توکیو له زیانه بې‌خبره دي او یا هم کډوالۍ پر نشو رودي کړي.

ښاغلی جاوید هم له حکومته غوښتنه کوي چې پر نشو د روږدو کسانو روغتون ته پام وکړي او ظرفیت يې لوړ کړي.

د غور عامې روعتیا رییس عبدالطیف رحیمي هم د دې ستونزې په تایید سره وايي، د درمل شویو کسانو له‌پاره د کاري موکو نه‌شتوالی د دې سبب شوی چې هغوی یو ځل بیا پر نشو روږدي شي.

ښاغلي رحیمي زیاته کړه، دوی څو ځلې له حکومت سره د دې روغتون د کافي ظرفیت د نه‌شتوالي ستونزه شریکه کړې؛ خو تراوسه ورته پام نه‌دی شوی.

په ۲۰۰۵ زېږدیز کال کې د دې ولایت پر نشو د روږدو کسانو۲۰بستریز روغتون مسوولانو د سروې پر بنسټ، په غور کې څه باندې ۵۰ زره پر نشو روږدي کسان موجود وو چې اوس له هغې مودې راهیسې نور هم زیات شوی‌دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام