مالي ستونزې به د نیمروز رسنۍ وتړي

د ازادو رسنیو ملاتړ یا نی دفتر اجرایوي رییس عبدالمجیب خلوتګر نن په کابل کې خبري غونډې ته وویل چې د نیمروز ولایت ۶ رسنۍ بندې شوې‌دي؛ خو ۱۰ نورې یې فعالې دي.

په نیمروز کې له ۱۶ رسنیو ۶ چاپي رسنۍ تړل شوې‌دي؛ خو ۶ راډیوګانې،۳ ټلوېزیونونه او یوه چاپي رسنۍ لا هم فعالیت کوي.

 ښاغلي خلوتګر زیاته کړه، دوی ته داسې معلومات ور رسېدلي چې د ایران او پاکستان استخباراتي شبکو د رسنیو مسوولانو ته د مالي مرستې وړاندیز کړی؛ خو په وینا یې هغوی نه‌دی منلی.

د نی بنسټ له حکومته غواړي چې په نیمروز ولایت کې د رسنیو وضعیت ته پام او ژر تر ژره مالي مرسته ورسره وکړي.

ښاغلي خلوتګر زیاته کړه چې د دې ولایت رسنۍ د مالي سرچینو نه‌شتوالي ترڅنګ له ګڼو نورو ستونزو لکه اطلاعاتو ته نه لاس‌رسی، ناامني او نورو جدي مشکلاتو سره هم مخ دی.

د ښاغلي خلوتګر په وینا، په‌دې وروستیو کې یې له رسنیو داسې لیک ترلاسه کړی چې په هغه کې د نیمروز والي او نور چارواکي له رسنیو سره توپیري چلند کوي او اطلاعات نه ورکوي چې له امله یې راپورونه ناانډوله خپرېږي.

د نی بنسټ مسوولانو پرېکړه کړې چې په هرو څوو اوونیو کې به د یو ولایت د رسنیو وضعیت څېړي چې دا ځل د نیمروز د رسنیو د څېړلو نوبت و .

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام