غور کې د ماشوم ناروغیو د مختصصو ډاکټرانو له نه‌شتوالي شکایت کېږي

د غور ولایتي روغتون رییس جمعه‌ګل یعقوبي سلام وطندار ته وویل چې په‌دې ولایت کې د ماشوم ناروغیو متخصصو ډاکترانو نه‌شتوالی د ناروغیو د زیاتېدو سبب شوی‌دی.

نوموړي زیاته کړه چې دمګړۍ د غور ولایت په مرکزي روغتون کې په بېلابېلو ناروغیو اخته شاوخوا ۱۱۰ ماشومان بستر دي.

د غور ولایت یو شمېر اوسېدونکي هم د ماشوم ناروغیو مختصصو ډاکترانو پر نه‌شتوالي نیوکې سره وايي چې د ماشوم ناروغیو تشخیص او درملنې له‌پاره اړ دي چې نورو ولایتونو او یا هم په لوړ لګښت بهر لاړ شي.

د غور دوه اوسېدونکي عبدالغفور او تیمورشاه وايي چې په‌ غور کې د ماشوم د ناروغیو ډاکټر د نه‌شتوالي له امله مجبورېږي چې خپل جایداد وپلوري او د درملنې له‌پاره نور هېوادونو ته روان شي.

دوی دا هم وايي چې د ډېرو کورنیو ماشومان د پيسو د کمښت له امله مړه شوي هم دي.

د غور عامې روغتیا ریاست ځای‌ناستی عبدالطیف رحیمي وايي چې دا ستونزه یې څو ځلې له عامې روغتیا وزارت سره شریکه کړې؛ خو تراوسه غور ته د ماشوم ناروغیو مختصص ډاکتر نه‌دی لیږل شوی.

د غور روغتیايي مسوولان وايي چې د ماشومانو ناروغیو متخصصو ډاکترانو نه‌شتوالي له امله یوازې د غور مرکز فیروزکوه ښار کې ۶۵ ماشومان د سرخکان او سینه‌وبغل ناروغۍ له امله ژوند بایللی دی.

د غور عامې روغتیا ریاست له عامې روغتیا وزاته غواړي چې ژر تر ژره دا ستونزه ور هواره کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام