افغانستان د ۲۲ په نري رنځ اخته هیوادونو له نوملړ څخه ووت

د عامې روغتیا وزیر له نري رنځ سره د مبارزې نړیوالې ورځې په لمانځغونډه کې وویل، چې افغانستان د هغو ۲۲ هیوادونو له نوملړه ووت چې په  نړیواله کچه د نري رنځ له امله تر جدي ګواښ لاندې و.

په همدې حال کې د نري رنځ ناروغي درولو بورد مشره سیما سمر وايي، په افغانستان کې نری رنځ هرکال د شاوخوا ۱۴ زره کسانو زوند اخلي.

د مارچ ۲۹ مه له نري رنځ سره د مبارزې نړیواله ورځ ده

د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز نن په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې  په هیواد کې د نري رنځ پیښو شمیر کموالي خبر په ورکولو سره وویل چې په افغانستان کې ددې ناروغي د ریښو ایستلو په موخه هڅې ګړندۍ شوې دي.

د ښاغلي فیروز پروینا، اوسمهال په ټول هیواد کې د نري رنځ  ۳۷ زره پیښې تشخیص او درملنه یې شوې او شاوخوا ۹۷ سلنه وطنوال د نري رنځ  مرکزونو درملنې  ترپوښښ لاندې دي.

په همدې حال کې د نري رنځ درولو بورد مشرې سیما سمر وویل، چې په هیواد کې هرکال شاوخوا ۱۴ زره کسان د نري رنځ پرناروغۍ مري او له دې ډلې ۶۳ سلنه يې ښځینه دي.

میرمن سمر،  پر نري رنځ د زیاتو میرمنو اخته کیدو لامل پردې ناروغي د اخته کسانو پالنه بولي او له دولتي او نا دولتي بنسټونو غواړي چې وطنوالو ته ددې ناروغي په اړه  پوهاوی ورکړي.

مراسموته په افغانستان کې د USAID یا د امریکا پراختیايي ادارې مشر هربرت سمیت وویل چې دې ادارې په افغانستان کې له ۲۰۰۳ راهیسې ۴۳ میلیونه ډالر  لګولي دي.

ښاغلي سیمت زیاته کړه چې یادې پیسې یې د ډاګټرانو په روزنه، تشخیص، د نري رنځ ناروغۍ د عامه پوهاوي او ناروغانو پر درملنه لګولي دي.

د ده پروینا نری رنځ وژونکې ناروغي ده چې نړۍ یې پرمبارزه ټینګار کوي او زیاته یې کړه چې پردې ناروغي په نړۍ کې په هرو ۲۱ ثانیو کې یو کس خپل خوږ ژوند بایلي.

دغه راز، په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان رېیس وايي چې تېرکال په دغه هیواد کې د نري رنځ ۳۷ زره پيښې ثبت او درملنه یې شوې ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام