د سرپرست‌وزیرانو د کار دوام په وزارتونو کې د فساد زیاتېدو لامل شوی

یو شمېر وکیلان پر افغان‌حکومت نیوکه کوي، چې د سرپرست وزیرانو د کار دوام په دغو وزارتونو کې د فساد زیاتېدو ته زمینه برابره کړې ده.

دوی وايي، چې اوس‌مهال د ۹ وزارتونو وزیران ځای‌ناستي یا د سرپرستانو په توګه د څه باندې پنځوو میاشتو راهیسې کار کوي، خو پر وینا يې حکومت تر اوسه د دوی پر ځای نوي نوماندوزیران ولسي جرګې ته د اعتماد رای اخیستو په موخه نه‌دي پېژندلي.

د ولسي جرګې یو شمیر غړي په دغو وزارتونو کې د ځای‌ناستو د کار دوام د سرپرستۍ قانون خلاف بولي.

د ولسي جرګې غړې فوزیه کوفي پر حکومت د نیوکې سره وایي، چې ۹ وزارتونه ځای ناسي اداره کوي، فساد او بې مسوولیتي زیاته شوې.

د کوفي پر وینا، د کانونو او پترولیم وزارت له نږدې یوه کال راهیسې ځای‌ناستی اداره کوي؛ خو حکومت تراوسه هیڅ نوماند وزیر دغه وزارت ته نه‌دی ورپیژندلی.  

د ولسې جرګې غړې: فوزیه کوفي

                                                                                      

د ولسي جرګې بل غړی غلام فاروق مجروح هم له حکومته غواړي، چې د باور رایو ترلاسه کولو په موخه نوماند وزیران ولسي جرګې ته وروپیژني.

مجروح وایي، ځایي ناستي او بې‌واکه شوي وزیران نه پریږدي، چې د ملي شورا کار پرانیستنې مراسمو کې ګډون وکړی.

خو د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه‌پال وایي، د هغو اوو وزیرانو برخلک په اړه چې ولسي جرګې بې‌واکه کړي د سترې محکمې تفسیر ته سترګې پرلار دي؛ خو هغو وزارتونو ته به ډیر ژر نوي نوماند وزیران وروپیژندل شي چې ځای ناستي یې اداره کوي.

خو سترې محکمې د ولسي جرګې له لوري د کابینې ۷ وزیرانو بې‌واکه کیدو لامل د مقننه او اجرایه قوې ترمنځ کړکیچ زیږنده بللي او ویلي یې دي، چې دا مسئله سترې محکمې پورې اړه نه‌لري

ولسي جرګې پنځه میاشتې مخکې د کابینې ۱۷ وزیران چې له ۷۰٪ لږ پراختیایي بودیجه یې لګولې وه استیضاح کړل، چې په پایله کې یې ۷ وزیران بې واکه شول

حکومت د ولسي جرګې له دې پریکړې سره مخالفت او په دې اړه یې د سترې محکمې نظر په غوښتلو سره اعلان وکړ، چې د سترې محکمې نظر تر روښانیدو پورې بې‌واکه شوي وزیران کار ته دوام ورکوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام