پروان کې د کورونا د مخنیوي بودیجه؛ ۲ میلیونه افغانۍ ورکې دي

سلام‌وطندار داسې سندونه ترلاسه کړي چې ښيي د روغتیايي وسایلو، درملو او اړمنو کورنیو ته د خوراکي توکو د پېر «۲۰۶۹۲۵۱» افغانۍ ورکې دي.

د پروان د کورونا پر وړاندې د مبارزې د تدارکاتو کمېټې له لوري د پېرل شویو خوراکي توکو جدول هم ښيي چې د دغو توکو بیې د بازار له بیو ډېرې حساب کړې دي.

د دغه جدول له مخې، د پروان محلي ادارې د «هندرب ۵۰۰ سي‌سي» په نوم یو بوتل ضدعفوني مایع په ۷۵۰ افغانۍ پېرلي، خو په درملتونونو کې د همدې مایع بیه ۵۰۰ افغانۍ ده.

د دغه جدول په ۱۲مه شمېره کې لیدل کېږي چې یوه بسته د منځنۍ کچې دست‌کشې په ۱۲۱۶،۸ افغانۍ پېرل شوي، خو د توکو په پلورنځیو کې په ۱۱۰۰ افغانۍ پلورل کېږي.

دغه راز د « «N95ماسک یې په ۴۷۰ افغانۍ پېرلی، خو د دغو ماسکونو بیه په کابل کې ۲۵۰ افغانۍ ده؛ له هغې بیې نه ۲۲۰ افغانۍ کمې چې پېرل شوي دي.

په دغه راپور کې د ۳۰ روغتیايي وسایلو له ډلې ۲۲ هغه یې ارزول شوي، خو دلته یې یوازې پر درې هغو بسنه کوو. له دې ډلې «۱۱۸۹۲۵۱» افغانۍ ډېرې دي.

سره له دې چې د روغتیايي وسایلو او تجهیزاتو بیې په بازار کې په لوړېدو دي، خو د پروان محلي ادارې د روژې میاشتې له را رسېدو مخکې دا وسایل پېرلي دي؛ هغه مهال چې بیه د اوس په پرتله ټیټې وې، خو د سلام‌وطندار خبریال د دې میاشتې په ۱۶مه د روغتیايي وسایلو او تجهیزاتو بیې ارزولې دي.

د پروان محلي اداره له یوې‌نیمې میاشتې کار او غونډو وروسته بالاخره حاضر شوه چې رسنیو ته معلومات ورکړي. د پروان د والي مرستیال شاه‌ولي شاهد چې د کورونا پر وړاندې د مبارزې کمېټې مشر هم دی، په یوه خبري غونډه کې وویل چې پر روغتیايي وسایلو او تجهیزاتو یې نږدې ۹ میلیونه افغانۍ لګولې دي.

شاهد وویل، د ۲۰ میلیونه افغانیو له ډلې یې په ۸ میلیونه هغو د اړمنو کورنیو لپاره ۷ ډوله خوراکي توکي چې اوړه، وریجې، غوړي، بوره، چای، لوبیا او مالګه دي، پېرلي.

د پروان محلي ادارې د کورنټین په لومړنیو ورځو کې چې د یوې بورۍ اوړو بیه له ۲ زرو تر ۲۲۰۰ افغانیو لوړې شوې، لاس په‌کار شوه او د اوړو له یوه سوداګر خیرالدین مایل پرواني نه یې ۱۲۰۰ بورۍ اوړه په ۱۶۰۰ افغانۍ وپېرل.

خو اوس چې په ۸ میلیونه افغانیو خوراکي توکي پېرل کېږي، د پروان محلي ادارې د بازار له بیې نه هم په لوړه بیه پېرلي دي.

د خوراکي توکو په جدول کې هره بورۍ قزاقي اوړه په ۲ زره افغانۍ حساب شوي، خو دا بیه په بازار کې په پرچون ډول ۱۸۰۰ افغانۍ ده. د اوړو پلورونکي وايي، که څوک یې په عمده توګه ترې واخلي، په هره بورۍ کې ۵۰ افغانۍ کمې ترې اخلي.

دغه راز په هر بوتل غوړیو کې د جدول او بازار د نرخونو ترمنځ ۷۰ افغانۍ، په هره بورۍ وریجو کې ۷۰ افغانۍ، په هر کیلو چای کې ۵۰ افغانۍ، په هره کیلو لوبیا کې ۸۰ افغانۍ، په یو من بوره کې ۳۰ افغانۍ او په هره دوه کیلو مالګه کې ۵ افغانۍ توپیر دی.

مسوولانو د ۸ میلیونه افغانیو له ډلې د ۲ زره کورنیو لپاره د خوراکي توکو له پیسو نه چې ۲ زره بورۍ اوړه، ۲ زره بورۍ وریجې، ۲ زره بوتله پنځه لیتره غوړي، زر منه بوره، یو کیلوګرام چای، زر منه لوبیا، ۴ زره کیلوګرامه مالګه په‌کې شاملېږي، «۸۸۰۰۰۰» افغانۍ ورکې دي.

د پروان د والي مرستیال شاه‌ولي شاهد په دواړو جدولو کې د پیسو توپیر، د مالیاتو، د لېږد کرایې او د کارګرانو د پیسو له کبله بولي. خو د پروان په تدارکاتو کمېټه کې سرچینې وايي، روغتیايي وسایل او تجهیزات په کابل کې پېرل شوي دي، خو خوراکي توکي بیا د چاریکارو په بازار کې چې تر ولایت مقامه دوه کیلومتره واټن لري، پلورل شوي دي.

جالبه دا ده چې د پروان د والي مرستیال وايي، د خوراکي توکو پلورونکي په عمده کې نه، بلکې په پرچون کې تخفیف ورکوي؛ هغه خبره چې په هېڅ منطق نه جوړېږي.

د پروان د والي مرستیال د نږدې ۱۸ میلیونه افغانیو په لګولو کې د روڼتیا خبره کوي، خو کوم سندونه چې سلام‌وطندار ته رسېدلي ښيي چې د هغه دا خبرې ناسمې دي.

د مالیې ورکونې سندونو پر بنسټ، له ۳۰ روغتیايي تجهیزاتو نه «۳۶۹۷۸۴» افغانۍ مالیه ګرځول شوې ده. د پروان په مستوفیت کې ځینو سرچینو سلام‌وطندار ته ویلي، د مالیاتو د قانون له مخې، که جنس له ۵۰۰ زره افغانیو ډېره بودیجه وغواړي او په پروان کې وپلورل شي، له ټولو پیسو نه ۲ سلنه مالیه ګرځول کېږي، خو پر دې شرط چې د جنس اخیستونکي له مستوفیت نه جواز اخیستی وي. د سرچینو په وینا، که جنس په کابل کې وپېرل شي، ۴ سلنه مالیه پرې راځي او د مستوفیت له لارې د دولت خزانې ته لېږدول کېږي.

د پروان په تدارکاتو کمېټه کې سرچینې وايي، د روغتیايي وسایلو د لېږد لګښت، مالیه او د کارګرانو پیسې پر هغه شرکت دي چې وسایل ترې پېرل کېږي، دغه راز د خوراکي توکو دا ډول لګښت هم په هغه شرکت پورې اړه لري چې قرارداد ورسره شوی دی.

که څه هم د پروان له محلي ادارې او تدارکاتي برخو نه مو د هغو روغتیايي وسایلو د لېږدولو پاڼې چې له کابله راوړل شوي او د هغو خوراکي توکو د لېږد د لګښت پاڼې چې په چاریکارو کې پېرل شوي، وغوښتلې، خو مسوولانو یادې پاڼې له موږ سره شریکې نه کړې.

دا په داسې حال کې ده چې اوس په ټولو ولایتونو کې د کورونا ویروس پر وړاندې د مبارزې لپاره ځانګړې شوې پیسې لګول کېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام