
د کندوز د بریښنا ریاست مسوولان وايي، چې نږدې ۵۰۰ سیمه ییزو زورواکانو او قومي مشرانو د بریښنا لګښت پیسې نه ورکوي.
ددوی پروینا، دا مسله یې د ملي امنیت له شورا سره هم شریکه کړې، خو تر اوسه په دې اړه اقدام نه دی شوی.
د یاد ولایت د برېښنا رییس انجنیر حمیدالله وايي، چې د ولایت په ګډون ۲۵ سیمه ییزې ادارې، چې ۱۰۰ میلیونه افغانۍ يې د بریښنا لګښت کيږي پیسې نه دي ورکړي.
انجنیر حمیدالله زیاته کړه، چې زورواکان د بریښنا لګښت له اړخه ۶۸ میلیونه افغانۍ پوروړي دي.
انجینر حمیدالله وايي، په تیرو ۱۴ کلونو کې یو شمیر زورواکانو او سیمه ییزو ادارو د بریښنا پیسې نه دي ورکړي او اجرایوي بنسټونه ددې پیسو په راټولو کې کمزورې دي.
نوموړي زیاته کړه، چې دوی څو ځلې د دوی جلب امنیه قوماندانۍ، ملي امنیت ریاست او په دې ورستیو کې ان د ملي امنیت شوراته لیږلي، خو په وینا يې د خپل حساب پاکولو له پاره حاضر نه شول.
د کندوز د بریښنا ریاست د معلوماتو پر اساس ولایت، امنیه قوماندانۍ، زندان، د ملي امنیت ریاست، د پوهنتون ریاست، د عامې روغتیا ریاست، ګمرکونو د استیناف محکمه، د پوهنې ریاست، د اوبو رسولو ریاست، د کرنې او نفتي موادو ریاستونه، ملي راډیو تلویزیون، دعدلیې ریاست، ولایتي شورا او ځینې نورو ادارو د بریښنا لګښت پیسې نه دي ورکړي.
په همدې حال کې، د کندوز یو شمیر مدني فعالان ددغه ولایت سیمه ییزه اداره د بریښنا پیسو راټولو کې پر کمزوري تورنوي.
د کندوز مدني فعال حیدر، حیدر وايي، چې اجرایوي بنسټونه ۱۰۰ په سلوکې ګرم دي، ځکه چې ځينې يې خپله باقي دي او باید خپل حساب تصفیه کړي.
دغه راز، د کندوز د والي ویاند محمود دانش وايي، د ولایت مقام دولتي ادارو ته خبرورکړی چې تر ټاکلې نیټې د بریښنا لګښت پیسې ورکړي.
د دانش پروینا، په لومړي ګام کې زورواکانو ته سپارښتنه کیږي، چې د بریښنا لګښت پیسې ورکړي که يې پر سپارښتنه عمل ونه کړ عدلي او قضايي بنسټونو ته معرفي کيږي.
د کندوز د والي ویاند، د دولتي ادارو له لوري په ځانګړې توګه د ولایت مقام د بریښنا لګښت پیسو نه ورکولو لامل د بودیجې کموالی بولي او وايي، چې دوی له مرکزه د بریښنا په لګښت کې د زیاتوالي غوښتنه کړې.
دانش وايي، د ولایت مقام سیمه ییزو ادارو ته يې هم لارښوونه کړې، چې له اړونده وزارتونو د بریښنا لګښت غوښته وکړي.
هره ورځ له تاجکستانه کندوز ته ۳۰ میګاواته بریښنا واردیږي او ددغه ولایت د بریښنا اداره هره میاشت هغه هیواد ته د بریښنا پیسې ورکوي.





