د کابل خونړي برید په اړه د کابل‌میشتو اعتراضونه دوام لري

د پلازمینې کابل ښار په خورا مهمه او ډيپلوماټیکه سیمه کې د خونړي برید په باب د یو شمېر کابل مېشتو اعتراض شپږمې ورځې ته وغځېد.

دغو معترضینو اوس خپلو اعتراضونو ته د «بدلون خوځښت» نوم ورکړی او د اعتراض خیمې یې د ښار بیلابیلو برخو کې درولي دي.  

یو شمېر معترضینو وویل، چې د خپلو غوښتنو تر پوره کېدو پورې به خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړي.

د کابل ښار بهارستان کې د اعتراض خیمې مسوول امین امیني وایي، دوی به کله هم له اعتراضه لاس وانخلي او کابل ښار کې د خیمو درولو ته دوام ورکوي: « ټول ښار کې زموږ خیمې دي، شمېر یې له ۴  تر ۵ پورې رسېږي او ترڅو مو چې غوښتنې نه وي پوره شوي له حکومت سره هیڅ راز خبرې نه کوو»

امیني زیاتوي، «د بدلون خوځښت» یو وګړنیز جنبش دی او هیڅ ګوند او سیاسي ډلې پورې تړاو نه لري او دوی یوازې وطنوالو ته د عدالت غوښتنې اعتراض کړی دی.

ځینې نور غړي چې د کابل ښار په نورو سیمو کې یې خیمې درولي، هم وایي چې د دوی اساسي غوښتنو ترپوره کېدو پورې خپلو اعتراضونو ته دوام ورکوي.

د ولسمشر او اجرایه رییس ګوښه کېدل، د امنیتي څانګو چارواکو، د ملي امنیت شورا سلاکار او د کابل ګارنیزون قوماندان محاکمه د معترضینو اساسي غوښتنې دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام