بدخشان کې د احتمالي پېښو د مخنیوي په اړه پر ځايي ادارې نیوکې

د هوا په سړېدلو او د واورو د ورېدلو په دلیل د بدخشان د یو شمېر ولسوالیو د مواصلاتي لارو بندښت، د لېرې پرتو سیمو اوسېدونکي ـ چې تر ۶ میاشتو پورې یې مواصلاتي لارې د بدخشان مرکز سره بندېږي ـ د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د ځايي ادارې په ناتوانۍ نیوکه کوي.

د بدخشان ولایتي شورا غړی طلب‌الدین قادري وايي، ځايي چارواکي هر کال د طبیعي پېښو پرمهال د ځواب ویلو په برخه کې کمزوری عمل کوي او له احتمالي پېښو د مخنیوي په برخه کې هېڅ ډول چمتووالی نه‌لري.

د هغه په وینا، ترڅو چې د طبیعي پېښو تر ګواښ لاندې سیمو کې له وړاندې ګُدامونه او ستراتیژیکې زېرمې جوړې نه‌شي؛ له زیانمنو سره د مرستې رسولو بهیر به د تل له‌پاره ناکام وي.

دوی د نیوکې په ډول وايي، دولت هر وخت هغه مهال اقدام ښيي چې خبره له خبرې تېره وي.

د بدخشان د یوې سرحدي ولسوالۍ اوسېدونکی جواد سیدي سلام‌وطندار ته وايي، د خوراکي توکیو، د حیواناتو د وښو، د درملو او د اړتیا وړ غیرخوراکي توکیو کمښت، دوی د طبیعي پېښو ګواښ او دوی ته د چارواکیو نه لاسرسي په اړه اندېښمن کړي.

دی د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، له بده‌مرغه کله چې یوه پېښه رامنځته شي؛ نه د ټپیانو له‌پاره درمل وي او نه هم زیانمنو خلکو ته خوراکي او غیر خوراکي توکي.

خو د بدخشان د طبېعي پېښو د مخنیوي ادارې مسوولان وايي، د طبیعي پېښو د رامنځته کېدا او د هغو د خطرونو د مخنیوي له‌پاره یې له وړاندې د مرستو رسولو پوره چمتووال نیولی دی.

بدخشان کې د طبیعي پېښو د مخنیوي ادارې مشر سیدعبدالله همایون دهقان وايي، دې ادارې د نورو مرسته‌کوونکیو بنسټونو په همکارۍ هرې ولسوالۍ کې د خوراکي توکیو زېرمې جوړې کړي او که کومه طبیعي پېښه رامنځته شي؛ زیانمنو کسانو سره مرسته کولی شي.

سره له‌دې چې د بدخشان ځايي چارواکي زیانمنو خلکو سره د مرستې رسولو له‌پاره د چمتووالي خبره کوي؛ خو د بدخشان د ولایتي شورا یو شمېر غړي وايي، همدا اوس مرکز فیض‌اباد سره د ۱۶ ولسوالیو مواصلاتي لارې تړل شوي او ځايي اداره د دغو لارو پرانیستلو او کوهستان ولسوالۍ کې د ځمکې ښوېېدلو پېښې زیانمنو سره مرستو رسولو کې پاتې راغلې ده.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام