د جګړې قرباني کورنۍ: د سولې خبرو کې دې زموږ غوښتنې واورېدل شي

سلګونه هغه کورنۍ چې اولادونه یې جګړې کې بایللي وايي، حکومت او طالبان دې د سولې خپلمنځي خبرو پر مهال د دوی قربانیو ته په درناوي، د دوی غوښتنې له پامه نه غورځوي.

د حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د خپلمنځي خبرو پيلیزه غونډه همدا نن شنبې د قطر په دوحې کې وشوه.

دغې غونډه کې د حکومت د مصالحې عالي شورا رييس عبدالله عبدالله او د طالب استازي ملابرادر تر څنګ د نړۍ د ډېرو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازو خبرې وکړې او هیله یې وښوده چې دا خبرې به هرو، مرو به یوې پایلې ته رسېږي.

ټاکل شوې، د سولې رسمي ډول خپلمنځي خبرې د راروانې دوشنبې په ورځ پیل شي.

کونړ کې سلګونه هغه کورنۍ چې جګړه کې یې د کورنیو غړي بایللي وايي، حکومت او طالبان دې یې د سولې خبرو پر مهال حقوق له پامه نه غورځوي او د دوی غوښتنې دې واورېدل شي.

د جګړې د قرباني کورنیو غړي وايي، دوحه کې د سولې خپلمنځي خبرو پر مهال دې یې درد او قربانیو ته درناوی وشي او د خبرو له پیل سره سم دې دواړه لوري دایمي اوربند وکړي.

شمروزخان،  د افغان پوځ په لیکو کې د وژل شوي مهتاب الدین پلار دی وايي، له زوی یې دوه ماشومان پاتې دي وايي، د دوی په څېر د ګڼو کورنیو غړي په روانه جګړه کې وژل شوي چې اوس یې کورنۍ له درد او غم سره ژوند تېروي.

دی وايي، اوس اړتیا ده چې د سولې پیل شوې خبرې په بریالیتوب پای ته ورسېږی و هېواد کې سوله او امن راشي.

جګړو کې د قرباني شویو کورنیو غړي وايي، هېواد کې د داسې سولې غوښتونکي دي چې د خلکو ژوند، دیني او ملي ارزښتونه او حقوق یې په‌کې خوندي وي.

د ولسي وګړیو تر څنګ حکومتي چارواکي هم باوري دي، که چېرې د حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د پیل شویو خپلمنځي خبرو پایله کې دایمي سوله راشي، لکه د دوی ډېر کړېدلي افغانان به له نویو هیلو سره هوسا ژوند ته دوام ورکړي.

همدې حال کې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خپلمنځي خبرو پر پیل خوښي ښودلې او دا یې د جنګ ختمېدو لپاره یوه مناسبه موکه ګڼلې ده.

داسې حال کې چې د اصولو په اړه د پرېکړو واک د مذاکره کوونکیو ډلو سره دی؛ خو بشري حقونو خپلواک کمېسیون په دغو خبرو اترو کې د جګړې د قربانیانو ورګډولو مېکانیزم وړاندې کړی.

له ټول هېواده د قربانیانو ټاکل، د مذاکره کوونکیو ټیمونو تر څنګ د مدني ټولنو او بشري حقونو د یوې فرعي کمېټې ټاکل، د ځانګړیو شویو موضوعاتو د ارایه کولو لپاره د مدني ټولنو او نورو خپلواکو بنسټونو کارپوهانو هڅول او د سولې خپلمنځي خبرو له پرمختګ وروسته د جنګ قربانیانو یوه ملي مشورتي جرګې جوړول چې د قربانیانو اړوند مسایلو، عدالت او سولې په اړه خبرې وکړي، د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د جوړ شوي مېکانیزم څلور برخې دي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د سولې له قرباني محوره بهیره دې ملاتړ وکړي.

تمې دي چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ سولې سره به د جګړې اور سوړ او ډېر به د ویر او درد پر ځای د خوښۍ ژوند ولري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام