
د عامې روغتیا وزارت پر کورونا ویروس د ۱۱۰ روغتیايي کارکوونکو د اخته کېدو خبر ورکوي.
د دغه وزارت ویاند وحیدالله مایار نن په یوه خبري غونډه کې وویل چې په یادو کارکوونکو کې ۹۰ نارینه او ۲۰ ښځینه دي او په وینا یې، ډېری په هرات او کندهار ولایتونو کې دي.
مایار وايي، په دې ډله کې ۵۱ روغتیايي کارکوونکي په هرات، ۲۳ په کندهار او پاتې نور په نورو ولایتونو کې پر کورونا ویروس اخته شوي چې تر اوسه یې ۴ هغه مړه شوي دي.
د «شینوزاده» روغتون یو ډاکټر اقبال عمري، د اندراګاندي په صحت طفل روغتون د داخلې متخصص یوسف اریوبي، د امیري روغتون یو ډاکټر حنیفالله حنیف او د جوزجان په دولتي روغتون کې د جراحي څانګې متخصص داوود پویا عزیز هغه ډاکټران دي چې د کورونا له کبله یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په هېواد کې پر کورونا د اخته کسانو شمېر ۱۰۲۶ ته رسېدلی او عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، د یادو کسانو له ډلې ۱۳۵ بېرته رغېدلي، خو ۳۶ نور بیا مړه شوي دي.
د راپورونو له مخې، تر اوسه په نړۍ کې دوه میلیونه او ۴۰۰ زره کسان پر کورونا ویروس اخته شوي چې ۱۶۶ زره یې مړه شوي او ۶۲۴ زره نور یې بېرته رغېدلي دي.





