.jpg)
د غزني ولایت د جاغوري ولسوالۍ لسګونو اعتراض کوونکو په کابل کې یوې اعتراضیه غونډه کې وویل، چې هېچا ته د جاغوري ولسوالۍ د تجزیې اجازه ور نه کړي.
ولایت ته د جاغوري ولسوالۍ لوړېدو ملاتړ ولسي بنسټ اعتراض کوونکو د سرور دانش او محمد محقق له لوري په درېیو ولسوالیو د جاغوري وېش په وړاندیزي طرحه نیوکه وکړه.
دوی یو پرېکړه لیک ولوست او ویې ویل، هېڅوک او هېڅ ډله د جاغوري خلکو له رایې پرته نه شي کولی، ولسوالۍ په بېلابېلو اداري واحدونو وویشي.
دغه بنسټ له حکومته وغښتل، چې جاغوري دې ولایت کړي.
د دې بنسټ غړي اسدالله انصافي وویل، د افغانستان د اساسي قانون د ۱۳۶مادې له مخې جاغوري د ولایت کولو تشکیل لازم شرایط پوره دي.
.jpg)
د ولسمشرۍ ماڼۍ د دویمې مرستیالۍ مطبوعاتي دفتر سلاکار محمد هدایت سلام وطندار ته وویل، دوه میاشتې مخکې د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش او د اجرایوي ریاست دویم مرستیال محمد محقق د جاغوري ولسوالۍ د زیات نفوس له کبله حکومته طرحه وړاندې کړه، چې جاغوري په درېيو اداري واحدونو جدا شي.
دی وايي، دغه طرحه د جاغوري د تجزیې په معنا نه ده او زیاته یې کړه، جاغوري ولسوالۍ ته د ټولپوښتنې له پاره یو پلاوی هم ورلېږل شوی دی.
د جاغوري دغه اوسېدونکي وايي، په ۱۳۸۵ کال کې د ولایت کچې ته د لوړلو په خاطر د دې ولسوالۍ ټولې اداري او قانوني چارې بشپړې شوې وې او اوس باید تعقیب شي.





