
د لوګر ولایتي شورا غړي ډاکتر عبدالولي وکیل سلام وطندار ته وویل، تراوسه پورې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ولایتي دفتر ازرې، خروار او څرخ ولسوالیو ته د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو ته د نوملیکنې بشپړ توکي نهدي لېږدولي او کومو ولسوالیو ته چې دغه توکي لیږدول شوي هم دي؛ تراوسه هېچاه هم په راتلونکیو ټاکنو کې د ګډون په موخه نوم نهدی لیکلی.
ښاغلي وکیل زیاته کړه، د لوګر ولایتي ادارې ته پهکار ده چې په یادو ولسوالیو کې د ټاکنو کمېسیون کارکوونکیو امنیت وساتي او خلکو ته په ټاکنو کې د ګډون زمینه برابره کړي.
د لوګر مدني فعال لطفالله ستانکزي سلام وطندار ته وویل، کهچیرې ولایتي اداره په ازرې، خروار او څرخ ولسوالیو کې خلکو ته د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو کې د ګډون زمینه برابره نهکړي؛ خلک به اعتراضیه لاریونونه وکړي.

ښاغلی ستانکزی وايي لوګریان له سختو امنتي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي؛ خو بیا هم هیلهمن دي چې راروانو ټاکنو ته زمینه برابره شي.
بلخوا د لوګر والي انورخان اسحاقزی وایي، تراوسه په لوګر کې له ۲۵زرو کسانو راتلونکیو ټاکنو کې د ګډون په موخه نومونه لیکلي دي.
ښاغلی اسحاقزی د لوګر په لېرې پرتو ولسوالیو کې ناامني مني؛ خو وایي چې د ټاکنو کمېسیون ټولو ولسوالیو ته ټاکنیز توکي لېږلي او ډېر ژر به د دې بهیر پر وړاندې پرتې ستونزې هوارې شي.
د ټاکنو کمېسیون، د ولایتونو مرکزونو کې د رایورکوونکیو نوملیکنې نېټه د وري له ۲۵ مې د غبرګولي تر ۱۵مې پورې وغځوله. د پخواني مهالوېش لهمخې، دغه بهیر به د غبرګولي له ۹مې تر۲۲ مې په کلیو کې دوام وکړي؛ خو د نوملیکنې پڅ بهیر ته په کتو ښایي دا نېټه نوره هم وغځول شي.





