
د کابل په شیخ زاید روغتون کې د اعصابو، داخلې او جدي څارنو څانګې پرانېستل شوې.
په دې اړه جوړو شویو مراسمو ته د عامې روغتیا وزیر فېروزالدین فېروز وویل د لومړي ځل لهپاره په افغانستان کې د اعصابو جراحي داسې ستر مرکز جوړ شوی چې د دې برخې هر ډول ناروغیو درملنې وړتیا لري.
ښاغلي فېروز زیاته کړه له دې وروسته به وطنوال اړ نه وي د داخله عصبي ناروغیو درملنې په موخه ګاونډیو هېوادونو ته ولاړ شي.
د اعصابو داخله څانګه ۵۰ بستره لري او په پرمختللیو تجهیزاتو سمبال دی چې په افغانستان کې د عصبي ناروغیو بشپړ مرکز ګڼل کېږي.
مراسمو ته د شیخ زاید روغتون رییس ډاکتر وحدت الکوزي وویل په دغه مرکز کې به د ګوزڼ ناروغیو، داخلي تومور، کوپړۍ کې د اوبو ټولېدو، وینې تویېدنې، دانې او نورو عصبي ناروغیو درملنه کېږي.
ښاغلي الکوزي زیاته کړه د دغه روغتون د جدي څارنو څانګه هم ښه سمبال او د مصنوعي تنفس اسانتیاوې لري.
د شیخ زاید دغه روغتون لس کاله مخکې د عربي متحده اماراتو اړوند د شیخ زاید بنسټ په مرسته جوړ، خو د دغه بنسټ او عامې روغتیا وزارت ترمنځ د ستونزو له امله یاد روغتون ۹ کاله غیرفعال و اوس د ستونزو په لېرې کېدو تېرکال پرانیستل شو.





