«د افغانستان جوګیان د تذکرو اخېستلو حق نه‌لري»

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون «افغانستان کې د هر ډول نژادي تبعیض منع کنوانسیون تطبیق کچې څېړلو» په نامه د تازه څېړنې موندنې خپرې کړې.

دغه څېړنې ښيي چې افغانستان کې د جوګیانو قوم تذکرو ته د لاس‌رسي حق نه‌لري.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مسوولین وايي، غیررسمي شمېرې ښيي چې افغانستان کې شاوخوا ۱۳ زره جوګیان ژوند کوي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مشرې سیما سمر وویل، د دوی د څېړنو موندنې ښيي چې افغانستان کې جوګیان د تابعیت تذکرو ته د لاس‌رسي حق نه‌لري او دا له هغوی سره لوی تبعیض دی.

د مېرمن سمر په وینا، افغانستان کې د جوګیانو څلورو نسلونو ژوند کړی او د اساسي قانون پر اساس، هغوی ته د تذکرو نه ورکول تبعیض شمېرل کېږي.

دا غوښتنه کوي، هر هغه څوک چې په یو ځای کې ۴ نسله وخت تېر کړي؛ د ټولو حقوقو نه برخمنېدلی شي.

دغې څېړنې کې له ۳ زرو او ۴۹۸ کسانو سره خبرې شوې‌‌دي چې ۲۵ سلنه کسانو ادعا کړې چې تبعیض ورسره شوی، ۷۳.۱ سلنه نورو ویلي چې تبعیض ورسره نه‌دی شوی او ۱.۵ سلنه نورو هم هېڅ ځواب نه‌دی ورکړی.

۳۴ ولایتونو کې د ۳ زرو او ۴۹۸ کسانو له ډلې ـ چې دغه څېړنه کې یې ګډون کړی ـ نږدې ۶۰ سلنه یې نرینه او څه باندې ۴۰ سلنه یې ښځې دي.

دغه څېړنه مذهبي، نژادي، د ژبې، روغتیايي خدمتونو ته د لاس‌رسي، لوړو زده‌کړو، د پراختیايي پروګرامونو پلي کولو او د ګومارنې او کاري چاپېریال په برخه کې شوې‌ده.

د نژادي تبعیض په برخه کې د ټولو مرکه‌شویو کسانو له ډلې ۳۱ سلنو ویلي چې نژادي تبعیض ورسره شوی او څه باندې ۶۸ سلنه نورو ویلي چې تبعیض ورسره نه‌دی شوی.

د مذهبي تبعیض په برخه کې ۱۷ سلنه مرکه‌شویو د تبعیض له موجودیته شکایت کړی او څه باندې ۸۰ سلنه نورو ویلي چې تبعیض ورسره نه‌دی شوی.

د دې څېړنې د ټولو مرکه‌شویو له ډلې، نږدې ۲۸ سلنو ویلي، ژبنی تبعیض ورسره شوی او څه باندې ۷۰ سلنه نورو ویلي چې تبعیض ورسره نه‌دی شوی.

ورته مطالب:

سیما سمر: د بشر ضد جنایتکاران دې له خلکو بښنه وغواړي

سیما سمر: د فساد دوام؛ د بې‌عدالتۍ او ناامنۍ دوام دی

سیما سمر: له عدالت پرته د جګړې پای سوله نه ده

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام