
د عامې روغتیا وزارت په خپل ورځني راپور کې ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر کورونا ۳۲ اخته کسان مړه شوي دي.
په دغه راپور کې لیکل شوي، په تېره یوه شپه او ورځ کې یې د کورونا ۵۷۲ شکمنې نمونې کتلي چې له ډلې یې د ۱۵۹ هغو پایلې مثبتې ختلې دي.
د تازه پېښو په ثبت سره په هېواد کې د کورونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۳۵ زره او ۲۲۹ ته ورسېده.
د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، تر اوسه ۱۱۴۷ کسانو د کورونا ویروس له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
یاد وزارت په خپل راپور کې لیکلي چې په تېره یوه شپه او ورځ کې پر کورونا ۳۲۷ اخته کسان بېرته روغ شوي دي. د وزارت د شمېرو له مخې، تر اوسه ۲۳ زره ۲۰۸ کسان چې پر کورونا ویروس اخته وو، بېرته ښه شوي دي.





