د ټرانسپورټ وزارت ۶۰ مامورین د فساد په تور څارنوالۍ ته ورپېژندل شوي

د دغه وزارت چارواکي وایي، د فساد په تور یې ۶۰ تنه کارکوونکي د ۱۳۹۷ مالي کال په لومړیو درېیو میاشتو کې په ۱۸ دوسیو کې څارنوالۍ ته ور پېژندلي دي.

د ټرانسپورټ وزیر محمد حمید طهماسي نن ورځ کابل کې خبري غونډې ته وویل، په تورنو کې د دغه وزارت رییس، مدیر او امرین شامل دي.

د ټرانسپورټ وزیر زیاتوي له فساد سره مبارزه د وزارت عوایدو په لوړولو کې مهم رول لوبوي. 

دغه راز، د ټرانسپورټ وزیر وویل د ملي بس خدمتونو وړاندې کول د دغه وزارت له اساسي کارونو دی؛ خو د ملي بسونو ساتنې ته نه پام له امله د هغو شمېر له ۱۰۴۹ عرادو ۲۹۰ عرادو ته راټیټ شوی دی.

ښاغلي طهماسي په کابل کې د هند سفارت سره د تړون لاسلیک خبر ورکړ، پر بنست یې هند د ملي بسونو د اړتیا وړ توکي برابروي چې دغه بسونه بېرته فعال شي. 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام