له ماشومانو سره د پخوا په پرتله تاوتریخوالی زیات شوی‌دی

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون نوې څېړنې ښیي، چې د تېرو کلونو په پرتله په افغانستان کې له ماشومانو سره د تاوتریخوالي کچه لوړه شوې‌ده.

دې کمېسیون کابل کې د سه‌شنبې په ورځ په یوې غونډه کې د خپلو دوو کلنو (۱۳۹۴ او ۱۳۹۵) راپور خپور کړ.

غونډې ته د بشري حقونو خپلواک کمېسیون کمېشنرې ثریا صبرنګ وویل، چې دوی په‌دې څېړنه کې له ۱۲ کلونو نه تر ۱۸ کلونو ماشومانو سره خبرې کړې‌دي. د صبرنګ پر وینا، شاوخوا ۳۸ سلنه ماشومان کورني تاوتریخوالي سره مخ دي، له ۱۳ سلنه ماشومانو سره په ښوونځي کې تاوتریخوالی کېږي او پاتې نور په جومات، کارځای او ټولنه کې له ځورونو سره مخ دي.

د دې په خبره، له بده‌مرغه، چې له ماشومان سره د تاوتریخوالي کچه لوړه شوې‌ده.

دا څېړنه د افغانستان په ۲۸ ولایتونو کې له ۵ رزه او ۷۰۰ کسانو سره د مرکو پر بنسټ شوې، چې ۵۸ سلنه یې هلکان او ۴۲ سلنه یې نجونې وې. 

 په تېر یو کال کې په تورخم، اسلام کلا او زرنج کې ماشومان قاچاق شوي، جنسي تېري پرې شوي او ان تر دې چې په ډله‌ییزه توګه وهل او ټکول شوي‌دي.

غونډې ته د ماشومانو د حقونو ملي همغږي کوونکي نجیب‌الله ځدران ببرکزي وویل، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت، یونسف او خپله د کمېسیون موندنې ښیي، چې په افغانستان کې په اټکلیزه توګه ۳ سوه زره ماشومان پر شاقه کارونو بوخت دي.

د بشري حقونو کمېسیون مسوولان وايي، دا چې دولت په نورو چارو کې بوخت دی؛ نو ځکه د بشري حقونو په ځانګړې توګه ماشومانو ته رسېدنې برخې ته چندانې پام نه‌کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام