د کورونا د ۲۱۰ تازه پېښو ثبت؛ په یوه شپه او ورځ کې ۵۴۹ ناروغان ښه شوي

د روغتیا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کورونا ۵۹۱ شکمنې نمونې کتلي چې د ۲۱۰ هغو پایلې یې مثبتې ختلې دي.

دغه وزارت وايي چې د تازه پېښو په ثبت سره په هېواد کې پر کورونا د اخته کسانو شمېر ۳۳ زره ۵۹۴ ته ورسېده.

بله‌خوا په تېره یوه شپه او ورځ کې پر کورونا ۵۴۹ اخته کسان بېرته روغ شوي او ۱۷ نور مړه شوي دي.

د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، تر اوسه ۲۰ زره او ۷۰۰ ناروغان له کورونا ویروس نه بېرته روغ شوي او ۹۳۷ مړه شوي دي.

تر اوسه په نړۍ کې له ۱۱ میلیونه او ۹۵۷ زرو نه ډېر کسان پر کورونا ویروس اخته شوي چې له دې ډلې ۵۴۶ زره یې مړه او له ۶ میلیونه او ۹۰۳ زرو نه ډېر بېرته روغ شوي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام