
د پروان امنیتي مسوولان وايي، د دغه ولایت په مرکز چاریکارو ښار کې د هیلۍ ښکار پر سر شخړه کې ۴ کسان وژل شوي او یو بل ټپي دی.
د پروان د امنیې قومانداني له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیر محمدفاروق د دغه خبر د تایید ترڅنګ سلاموطندار ته ویلي، نښته نن شاوخوا لس بجې د چاریکارو ښار په «بالتوخېلو» سیمه کې د خاله ځامنو ترمنځ شوې ده.
د هغه په وینا، پولیسو د پېښې په ځای کې د یوه ټپي په ګډون، دوه کسان نیولي دي.
د پروان «بالتوخېل» او «صیادان» سیمې په دغه ولایت کې د الوتونکیو د ښکار ځایونه شمېرل کېږي چې وخت ناوخت خلک د ښکار لپاره ورځي.





